1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

امريکا اوکراين ته نوري پوځي مرستې ورکوي

۱۴۰۲ مرداد ۴, چهارشنبه

امريکا متحده ايالاتو اوکراين ته د نورو پوځي مرستو د ورکولو اعلان کړی دی. په تيره بيا خبره د مهماتو پر ورکولو ده. همدارنگه متحدين له اوکراين سره د ماينونو په پاکولو کي هم مرسته کوي.

https://p.dw.com/p/4UPxc
Abschuss-Manöver Patriot-Raketenabwehr
انځور: JACK GUEZ/AFP/Getty Images

امريکا متحده ايالاتو اوکراينته د ۴۰۰ ميليونو ډالرو په ارزښت د پوځي مرستو د يوې نوې بستې د ورکولو اعلان کړی دی. پنتاگون ويلي دي چي په هغو کي د نورو ترڅنگ، د ځواکونو زغره وال نقليه وسايل، د پاتريوت دافع هوا سيستمونو له پاره مهمات،  د هيمارس او همدارنگه توپخانه يې قطعاتو له پاره بيلابيل راکټونه شامل دي.  

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن، زياتوي چي د دغو مرستو هدف دا دی چي «د اوکراين زړه ور ځواکونه د جنگ په ميدان کي تقويه سي.« او د اوکراين د قلمر په بيرته نيولو کي د هغوی ملاتړ وسي. د روسيې د اشغال پر وړاندي د اوکراين عمليات چي بايد د امريکا متحده ايالاتو د پوځي مرستو له خوا يې ملاتړ وسي، په اوس وخت کي ډير ورو پرمخ روان دي

Ukraine Kiew | Besuch US-Außenminister Blinken | Präsident Selenskyj
د امریکا خارجه وزیر انتونيو بلینکن او داوکراین ولسمشر زیلنسکي انځور: Genya Savilov/AFP/AP/dpa/picture alliance

امريکا متحده ايالات د اوکراين تر ټولو مهم پوځي ملگری دی. د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کي د روسيې د مداخلې راهيسي متحده ايالاتو له اوکراين سره د څه د پاسه ۴۳ ميليارډو ډالرو په ارزښت پوځي مرستي کړي او يا يې هم ژمنه ورسره کړې ده.

متحدين له اوکراين سره د ماينونو په پاکولو کي مرسته کوي

د اوکراين د حکومت په وينا، د بشردوستانه ماين پاکولو له پاره له خپلو متحدينو څخه يې شاوخوا ۲۴۴ ميليونه ډالر او همدارنگه ځانگړي تجهيزات ترلاسه کړي دي. د اوکراين سرپرستي صدراعظمي او د اقتصاد وزيري، يوليا سويريدينکو خبر ورکړی دی چي د روان کال تر پايه بايد، د ماين پاکولو لس وسيلې د کروشيايي انجينيري شرکت DOK-ING او لس نورې وسيلې د سويسي کمپنۍ Global Clearance Solutions څخه اوکراين ته ورسيږي.

د هغې په وينا، همدارنگه نړيوالو متحدينو د فلزي کشف کوونکو او پايرو تخنيکي وسايلو او همدارنگه د انفرادي ماين پاکولو د کيټونو او تجهيزاتو د ورکولو ژمنه هم کړې ده.

 سويريدينکو وويل: «زموږ وظيفه يوازي دا نه ده چي ټوله سيمه له ماينونو پاکه کړو، تر څو انسانان وژغورو، بلکي دا هم ده چي دغه پروسه بايد چټکه کړو.« هغې زياته کړه چي خبره پر اقتصادي پرمختگ باندي ده، دا ځکه هرڅومره چي د استخراج وړ سيمې ډير ژر د استفادې وړ وگرځي، په هم هغه اندازه پکښي اقتصاد هم په چټکۍ سره وده کوي.

د ډسمبر مياشتي په پيل کي د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت  اټکل کړي وو چي په اوکراين کي څه ناڅه ۱۶۰ زره کيلومتره مربع ساحه د چاوديدونکو خطرونو له پاره سکرين کولو ته اړتيا لري. د دغي ساحې مساحت تقريباً د نيمايي آلمان په اندازه دي.

GP/NZ/DW.Online