1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمپاکستان

پاکستان: ځانمرګي برید کې پنځه چینایان وژل شوي

۱۴۰۳ فروردین ۷, سه‌شنبه

پاکستاني چارواکو ویلي چې په خیبرپښتونخوا کې یوه ځانمرګي بریدګر د چینایانو پر موټر ځان ته چاودنه ورکړې ده چې له کبله یې د موټر چلوونکي په شمول پنځه چینايي کارګر هم وژل شوي دي. تر اوسه کومې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی.

https://p.dw.com/p/4e8mv
پاکستان کې د چینايي انجینرانو پر موټر ځانمرګي برید پنځه چینایان او د دوی پاکستانی موټر چلوونکی وژلي دي.
پاکستان کې د چینايي انجینرانو پر موټر ځانمرګي برید پنځه چینایان او د دوی پاکستانی موټر چلوونکی وژلي دي.انځور: AP/picture alliance

د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د مارچ پر ۲۶) پاکستاني چارواکو خبر ورکړ چې د دې هیواد په خیبر پښتونخوا ایالت کې د چینايي کارګرو پر لیږدونکي موټر ځانمرګی برید شوی دی چې له کبله یې د موټر چلوونکي په شمول پنځه تنه چینايي کارګر وژل شوي دي. پیښه د خیبرپښتونخوا ایالت په بشام سیمه کې شوې ده.

د ګل نعیم په نامه د سیمې د پولیسو یوه چارواکي د آلمان خبري اژانس ته د پیښې په تړاو وویل: «په دغه ځانمرګي برید کې ۵ چیناییان وژل شوي دي.» په وژل شویو کسانو کې د دوی پاکستاني موټر چلوونکی هم شامل دی. ګل نعیم په خپلو خبرو کې همدا راز زیاته کړه چې د چینايي کارګرو یو کاروان چې پکې انجینران او د دوی امنیتي کسان هم شامل ول، د ډاسو سیمې په لوري د حرکت په حال کې ول چې د مقابل لوري نه یوه ځانمرګي بریدګر له چاودیدونکو توکو ډک موټر د دوی له موټر سره وجنګاوه. دغه سیمه د ګلګت بلتستان اړوند شمیرل کیږي.

تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی، خو په پاکستان کې دغه راز بریدونه زیاتره وخت پاکستاني طالبان او هغه ملت پال او آزادي غوښتونکي کوي چې په پاکستانکې د چین د ګټو خلاف دي.

په چینايي کارګرو دغه برید داسې مهال کیږي چې همدا تیره شپه د بلوچستان په تربت سیمه کې وسله والو کسانو د پاکستان د سمندري ځواکونو پر یوې پوځي اډې برید وکړ  چې پکې د پاکستاني چارواکو په خبره یو سرتیری او څلور بریدګر وژل شوي دي.

چین د خیبرپښتونخوا په کوهستان ولسوالۍ کې له اوبو څخه د بریښنا د تولید د بند پر پروژې کار کوي موم چې د چین د یوه کمربند یوې لارې سترې اقتصادي پروژې برخه ده. 

پاکستان:د نفقې پيدا کولو له پاره له مارانو سره خطرناک کارونه

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل