1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز؛ افغانستان به هم پکې ګډ شي؟

۱۴۰۲ آذر ۲۳, پنجشنبه

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چي په سې پيک کې د افغانستان ګډون به د جنوبي او منځنۍ اسیا د سوداګرۍ له پاره ښه فرصت وي او تمه لري چې پاکستان به په لویو بندرونو کې به د افغان ترانزیت له پاره لا ډېر سهولتونه جوړ کړي.

https://p.dw.com/p/4a7mB
چین د پاکستان د ګوادر په دغه بندر کې پراخ رغنیز کارونه پیل کړي، چې پکې بندر پراختیا او د اتصال چارې هم شاملې دي.
چین د پاکستان د ګوادر په دغه بندر کې پراخ رغنیز کارونه پیل کړي، چې پکې بندر پراختیا او د اتصال چارې هم شاملې دي. انځور: picture-alliance/Photoshot/L. Tian

اقتصاد پوهان وايي چې پاکستان باید لکه د اپټا د قرارداد غوندې له شوې تړونه سرغړونه و نه کړي، نو د چین او ګاونډ پاکستان په اقتصادي دهلیز کې به کابل ډېره او ګټوره ونډه ولري.

افغانستان په یوه داسې جغرافیه کې قرار لري چې کولای شي د سیمې په کچه د اقتصاد او سوداګرۍ په سیمه ایز اتصال بدل شي. چین د افغانستان په ګاونډ کې یو له هغه لویو اقتصادي زبرځواکونو دی چې همدا اوس له پاکستان سره د سي پيک ګډ اقتصادي دهلیز او لویه پروژه لري.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسولین باور لري، که افغانستان  د سي پيک غړیتوب تر لاسه کوي د سیمه ایز اتصال هغه خبره به حقیقت شي چې اوس د افغانستان لپاره کیږي. د سوداګرۍ خونې مشر خان جان الکوزی زیاتوي چې دا چاره به زمینه پیدا کړي څو «د یو لار او یو کمربند» سترې نړیوالې پروژې له ګټو افغانستان هم برخمن شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر الکوزی وايي: «افغانستان د جنوبي او منځنۍ اسیا هيوادونو او دغه راز د ختیځې اروپا له پاره د ترانزیټ وصل مرکز دی. افغانستان د تجارت، صنعت او ترانزیټ پراختیا له پاره بالقوه فرصتونه لري. زموږ خصوصي سکتور تمه لري، چې پاکستاني چارواکي به د (CPEC) پروژه کې د افغانستان غړیتوب سره د کراچۍ، ګوادر او واګې بندرونو کې د افغان سوداګرو د توکو لیږد رالیږد زمینه مساعد کړي.»

چین د افغانستان په ګاونډ کې یو له هغه لویو اقتصادي زبرځواکونو دی چې همدا اوس له پاکستان سره د سي پيک ګډ اقتصادي دهلیز او لویه پروژه لري.
چین د افغانستان په ګاونډ کې یو له هغه لویو اقتصادي زبرځواکونو دی چې همدا اوس له پاکستان سره د سي پيک ګډ اقتصادي دهلیز او لویه پروژه لري.

د الکوزي په وینا د چین دغه ستره اقتصادي او ترانزیټي پروژه د سیمې او نړۍ هيوادونو له پاره ګډ فرصتونه او اسانتیاوې را منځته کولی شي، خو په باور یې چې د دې اقتصادي پروژې بشپړ تطبیق په وړاندې امنیتي ننګونې او سیاسي مخالفتونه هم شته.

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو څارونکي په تجارت او ټرانزیټ کې د پاکستان  د پخوانیو هوکړو او ژمنو نه عملي کیدو په نظر کې نیولو سره په دغه اقتصادي دهلیز کې له افغانستان سره د پاکستان پر همکاریو اوس هم شک لري.

د پوهنتون استاد قیس محمدي وایي، په دغه اقتصادي دهلیز کې د افغانستان غړیتوب له سیمې او نړۍ سره د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې ځانګړی اهمیت لري، خو مهمه داده چې د پاکستان حکومت په ګوادراو نورو بندرونو کې د افغان سوداګرۍ او ترانزیټ له پاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د افغانستان په کانونو کې د چین علاقمندي

د پوهنتون استاد محمدي وايي: «بې له شکه چې د اقتصادي او ترانزیټي ګټو له اړخه د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز کې د افغانستان شمولیت حیاتي ارزښت لري، خو مهم ده چې د پاکستان حکومت له لوری له افغانانو سره په ګوادر بندر کې د اپټا تړون تجربې تکرار نه کړي.»

په اسلام اباد کې د چین او پاکستان د اقتصادي دهلیز څارونکي په دغه پروژه کې د افغانستان ګډون سره په سیمه کې اقتصادي ثبات ته هیله مندي لري. د دې پروژې څارونکی محمد نعیم وایي، دا د افغانستان

د سوداګرۍ او ترانزیټ د پراختیا له پاره بې ساري ګام دی: «موږ تاسې ټولو ته څرګنده ده چې د چین دولت د دې اقتصادي دهلیز له تطبیق سره د سیمې او نړۍ هيوادونو د اتصال په هڅه کې دی. د يو کمربند او يوه لار پروژو کې د افغانستان شمولیت د سیمې او نړۍ په ترانزیټي پل د افغانستان بدلولو له پاره ډېرښه فرصت دی، خو دا هرڅه د طالبانو رهبرۍ او افغانانو پورې تړلي دي، چې غواړې د اوږد مهال له پاره یې په هيواد کې جګړې او شخړې وي یا دا چې غواړي افغانستان سوکالۍ او اقتصادي ځان بسیاینې ته ورسیږي.»

ځيني شنونکي او اقتصادي څېړونکي وایې، له هغه ځایه چې دا پروژه د چین د خلکو جمهوریت په ابتکار او انتخاب پېل شوې، ښایې چې د چین دولت سره د امریکا متحدو ایالتونو او یو شمیر لویدیځو هيوادونو د سیاسي مخالفت او دغه راز په نړیواله کچه د چین د اقتصادي او تجارتي نفوذ مخنیوي په موخه د کمر بند او لار پروژې عملي کول ناممکن یا ډېر وخت ونیسي.

دغه لویه اقتصادي او ترانزیټي پروژه د چین د سنکیانګ له غرنۍ سیمې پېل او د پاکستان د بلوجستان ایالت ګوادر بندر پورې غځول شوې ده او دا مهال د پاکستان نور ایالتونه هم د چین- پاکستان له اقتصادي دهلیز سره نښلول شوي دي.

د «یو کمربند یوه لار» یا د اسیا، اروپا او افریقا د لویو وچو د وصل پروژه چې د نړۍ له شاوخوا یو سلو پنځوس هیوادونو ترمنځ به وي مالي لګښت یې نږدې شپیته میلیارده ډالره اټکل شوی دی.

م.ا / خ.ح / ن.ز

DW Academy - Disclaimer - PAS
انځور: DW Akademie
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل