1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمپاکستان

بلوچستان کې د پوځ پر مرکز یاغیانو برید کړی

۱۴۰۲ تیر ۲۱, چهارشنبه

د پاکستان امنیتي ځواکونو په وینا وسله والو کسانو کې د دغه هیواد په سویل کې د پوځ پر یوه مرکز برید کړی دی چې په پایله کې یې څلور عسکر وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4TlYI
آرشیف انځور؛ د پاکستان امنیتي ځواکونه
آرشیف انځور؛ د پاکستان امنیتي ځواکونهانځور: Picture alliance/Photoshot/Asad

پېښه د پاکستان په بلوچستان ایالت کې رامنځ ته شوې ده چې وسله والو کسانو د پوځ پر یوه مرکز د لاسي بمونو او راکټونو برید کړی دی. د پوځ له لوري په اعلامیه کې ویل شوي دي چې په پېښه کې پنځه عسکر هم سخت ټپیان شوي دي او په ځوابي برید کې درې یاغیان وژل شوي دي.

اړونده موضوع: «افغان طالبانو د تحریک طالبانو د ډلي د "شنډولو" بهیر پیل کړی»

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي دي چې د دوو نورو بریدګرو د نیولو له پاره عملیات جریان لري. 

درو امنیتي سرچینو د رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې د بلوچستان په شمال کې سهار وختي یو شمیر وسله والو کسانو د پوځ پر یوه مرکز باندې هجوم وروړی وو. اسوشیتد پرس خبري آژانس د رپوټ له مخې تحریک جهاد پاکستان، نومې ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

اړونده موضوع: بلوچستان: د وسلوالو په حمله کې څلور پاکستاني ځواکونه وژل شوي

د پاکستان د پوځ له لوري په اعلامیه کې ویل شوي دي چې په لومړي سر کې د ترهګرو له لوري ودانۍ ته د ننوتو هڅه وشوه چې پوځیانو یې مخه ونیوله. زیاته شوې ده چې د سختو متقابلو ډزو وروسته ترهګر پوځي مرکز ته نږدې یوه کوچنۍ سیمې ته محدود کړی شوي دي.

زموږ له آرشیف څخه: