نقاشې نجونې: موږ په خپل هنر سره د افغان مېرمنو غږ پورته کوو
۱۴۰۲ تیر ۱۳, سهشنبهد هغو هنرمندو میرمنو له ډلې چې مهاجرت ته اړ شوي یوه یې ۲۸ کلنه سهیلا بختیاري ده. هغه د ۲۰۲۱م کال په جولی میاشت کې له خپلې کورنۍ سره یوځای تاجکستان ته ولاړه. بختیاري ۱۲ کاله کیږي چې د نقاشۍ او میناتورۍ په هنر کې فعالیت لري. د کابل پوهنتون له ښکلو هنرونو پوهنځي څخه د ګرافیک دیزاین له برخې فارغه شوې او په ۲۰۱۸ کال یې د نګارین ډیزاین په نوم یوه هنري موسسه رامنځته کړه، چې ۶ نورو هنرمندو نجونو هم ورسره کار کاوه. دوی په دې موسسه لسګونه ښځو ته د سواد زده کړې پروګرام، ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته د نقاشي او میناتوری هنر ور زده کاوه.
هغې د دې ترڅنګ په داسې پروژو کې هم کار کړی دی چې د کابل ښار پر دیوالونو یې انځورونه ایستل او د دغه کار له پاره یې شپه او ورځ زیار ایسته. سهیلا وایې کله چې په افغانستان کې وه، هرڅه ورته ښکلي و، ځینو خلکو به تشویقوله ځینو به یې کار نه خوښوو، خو د هغې له پاره دواړه نظرونه مهم و.
هغه وايي: «موږ په افغانستان کې ډېر کار وکړ، همدا پر دیوالونو د نقاشي ایستل هم داسې کار و، چې په ورځو ورځو باید د یوه کار له پاره آمادګي نیوله شوې وای، انځورونه به مو له خپل ټیم سره د شپې له خوا سکیج کول بیا به د ورځې له خوا رنګېدل. دا ټول له سقوط سره له منځه ولاړل، زه د یوې داسې نجلۍ په توګه چې تل په ټولنه کې فعاله وم، نسبت هغې ښځې ته چې په کور ناسته وه، ډېره غمجنه شوم.»
د هغې له پاره هرڅه هغه ورځ پای ته ورسېدل، چې د خپلې هنري موسسې دروازه یې وتړله او مهاجرت ته اړه شوه. دا د هغې لومړی مهاجرت نه دی، یو ځل په کوچينوالي کې ایران ته تللې وه، خو اوس یې د یوې فعالې او تحصیل کړې نجلۍ په توګه ډېر څه له لاسه ورکړل.
سهیلا بختیاري د خپلې موسسې د کارونو او نقاشۍ تر څنګ، د ماشوم ادبیاتو کتابونه هم انځور کړي دي. نوموړې وایې کله چې لومړی ځل تاجکستان ته راغله، په داسې سیمه کې اوسېده چې خلکو یې د هنر او انځور ایستلو په اړه ښه نظر نه درلود: «تر ۹ میاشتو د تاجکستان په داسې لېرې پرته سیمه کې وم، چې کله به مې چاته وویل زه یوه نقاشه هنرمنده یم، نو هغوی به وویل چې انځور ایستل ګناه لري، دې خبرو په ما بده اغېزه کړې وه. خو کله چې بلې سیمې ته لاړم، خلک بدل و. ما یو ځل بیا خپل هنر ته مخه کړه.»
اغلې بختیاری اوس په یوه علمي مرکز کې د افغان او تاجک نجونو او هلکانو ته د نقاشۍ او میناتورۍ هنرونو تدریس کوي. د دې تر څنګ په هنری نندارتونو کې ګډون کوي او خپل آثار نندارې ته ږدي: «زه دلته یوځل بیا ژوندۍ شوم. زه دلته تدریس کوم. نقاشي باسم. په نندارتونو کې ګډون کوم. اوس د تر ۲۰ زیات زدوکوونکي لرم، خو په دغه موده کې چې زه دلته وم، تر ۲۰۰ زیات زده کوونکي به د نقاشي زده کړو له پاره راغلي وي. دا هر څه زما له پاره ډېر خوندور دي.»
د هغې ستره هیله داده چې بیرته افغانستانه ته ستنه شي د کابل دیوالونه په رنګونو رنګین کړي.
سهیلا د خپلو پخوانیو خاطرو په یاد کې اوښکې تویوي او وایې: «هرکله چې له افغانستانه یادونه کیږي، زما سترګې له اوښکې ډکې شي، زه نه غواړم، بل هېڅ هېواد کې واوسم، غواړم خپل وطن کې اوسم. ولې باید پر موږ ساحه دومره تنګه شي چې په پردي وطن کې مهاجر شو، زه که دلته هرڅه وکړم، بیا هم یوه مهاجره یم، زه له ځانه ورکه یم. هرکله چې دا پوښتنه له خپلو افکارو پوښتنه کوم، زه په کوم ځای پورې اړه لرم، دا ډېره سخته ده چې ځواب ورته نه لرم.»
نوموړې هڅه کوي، خپل ټول احساسات په نقاشي او میناتوري انځورونو کې ځای کړي او نړۍ ته یې وروښيې.
هغه یواځينۍ افغانه کډواله نه ده، چې په تاجکستان کې نقاشی کوي او هیله منده چې یوه ورځ به خپل وطن ته ځي، بله زحل کاظمي چې لا ۱۸ کاله عمر لري وایې کله چې افغانستان کې وه، غوښتل یې یوه لویه نقاشه او رسامه شي او داسې انځورونو وباسي چې نړۍ ورته حیرانه شي، خو کله چې یې کورنۍ د ۲۰۲۱م کال په اپریل میاشت کې پرېکړه وکړه چې تاجکستان ته مهاجر شي، نو دا ډېره ناهېلې شوه.
هغې دويچه ويله ته وويل: «کله چې مې خپل وطن پرېښود، نو ګومان مې کاوه، ټولې هېلې مې همالته خښې کړې، زه له دې سفره خوشحاله نه وم، ما غوښتل بیرته ستنه شم، ځکه هلته مې لېدې ډله ډله نجونې چې هنرونه زده کوي او د یوه ښه راتلونکي له پاره هڅه کوي، خو کله چې افغانستان طالبانو ونیوه او نجونې له هر ډول فعالیته پاتې شوې، نو زه بیخي ډېر متاثره شوم، ځکه چې ما د هر انځور د ویستلو په وخت د هغوی په اړه فکر کړی او ماتو هیلو ته مې ژړلي دي.»
هغه زیاتوي: «په افغانستان کې زما نقاشو ملګرو هېلې درلودې ورته یې اهداف ټاکلي و او هڅه یې کوله چې ورته ورسیږي، خو یو دم پر کور کښيناستې، دا ډېر بد حالت دی، چې زه یې غواړم په خپلو رسامیو او نقاشیو کې وښیم، تازه ما یوه لویه نقاشي کړې ده، چې په هغه کې ما د شیشې ګلدان په منځ یو زړه ویستلی چې ترې د مینې ګلان غوړېدلي، دا مې ځکه وویست چې غواړم کرکه ورکه شي او مینه یې په ځای واکمنه شي.»
اغلې کاظمي له ۲۰۱۸م کال راهیسې په بیلابیلو هنري مرکزونو کې د رسامۍ او نقاشۍ په برخه کې فعالیت کوي: «زه ډېره کله د خلکو څېرې باسم. د رسامي سبک مې پوترېت او ریالیستیک دی. هم کولی شم، مخامخ د خلکو انځورونه وباسم او هم د عکسونو له مخې رسامي وکړم. ما په لسګونه رسامی کړي دي، نېږدې وختونو کې تر ۵۰ زیاتو د خلکو د غوښتنې سره سم د هغوی څېرې ایستلي خو کوم انځورونه چې مې له انترنټ خوښ شوي او رسامي کړي مي دي هغسې مې ډېر ویستلی دي.»
د هغې هیله داده چې په راتلونکې کې د رسامي او نقاشي هنرونو کې ستر آثار ولري او د جامو ډیزاین په برخه کې زده کړې وکړي: «هڅه کوم، خپلو هیلو ته نېږدې شم، همدا اوس هم داسې کتابچه لرم، چې هلته مې زیاتې جامې ډیزاین کړي، رسامی کوم، په نندارتونو کې ګډون کوم. نندارتون زیات وخت بهرني نندارچیان هم راځي.»
محرمه قادر بیا یوه بله افغانه نجلۍ ده، چې هم خپله نقاشی کوي او نورو نجونو ته د دغه هنر په زده کولو کې مرسته کوي. نوموړې نقاشي هنر په تاجکستان کې زده کړ او غواړي د همدې په واسطه د افغان ښځو غږ شي: «ما دغه هنر غوره کړ او سخت کار مې وکړ ترڅو ډېر څه زده کړم، ځکه زه غواړم زما غږ په دې رنګونو کې پاتې شي.»
اړوند مطلب: رویا رسولي د یونان د مهاجرو په کمپ کې نجونو ته نقاشي زده کوي
هغه له ننګرهاره تاجکستان ته راغلې، له هغه سیمې چې هلته تر طالبانو مخکې هم نرواکې ټولنې نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکوله او د نجونو له پاره د هنر په زده کړو بیخي ډېره پابندي وه: «زه نه یوازې نقاشي زده کوم، بلکي د موسیقي آلاتو په زده کړه هم بوخته یم، زه ګیتار کاروم او غواړم وښیم چې یوه نجلۍ ډېر قدرت لري که اجازه ورکړل شي او فعالیت وکړي.»
محرمه قادر له ۷ کلنو رانېولې تر ۲۳ کلنو پورې زده کوونکی لري او شمېر یې له ۲۰ زیات دی: «زه په هره هغه برخه کې چې وخت ولرم فعالیت کوم، د شعر دیکلمه مې خوښيږي او په انستاګرام یې خپروم، بیا نقاشي کوم، تدریس کوم او انګلیسي ژبه زده کوم.»
دغه نجونې د هغې ورځې په انتظار دي، چې په افغانستان کې نجونې او ښځې په هنري برخه کې وځلیږي او دوی هم وکولی شي، په خپل کاله کې د دغه هنر له لارې نورې نجونې وروزي.
ف.غ / ح. خ / ن. ز