اقتصادي کړکېچ؛ ډېرو افغانو کورنیو یو وار بیا د غالیو اوبدلو ته مخه کړې
دا د هغو ورونو د ژوند انځورونه دي چي د ژوندي پاته کیدو له پاره يې یو وار بیا د غالیو اوبدل پیل کري دي. افغانستان له ستر اقتصادي او انساني کړکېچ سره مخامخ دی. قدرت ته د طالبانو تر رسیدو وروسته زیات خلک بې روزګاره شوي.
د تیر نظام تر راپرځیدو او قدرت ته د طالبانو تر رسیدو وروسته افغانان له سترو ستونزو سره لاس او ګریوان دي. وچکالي، د دولتي ادارو غیر فعاله کیدل، د پيسو نه شتون او د افغانستان د مالي سرچینو بندیدل، ټول هغه مسایل دي چي د افغانانو مصیبتونه يې لا پسي ور زیات کړي دي.
د (حیدري) په نوم دغو څلورو ورونو د خپل ژوند د سمون او پيسو پیدا کولو له پاره یو ځل بیا په خپلو زړو کارګاوو کي د غالیو اوبدل پيل کړل. دوی د خپلي کورنۍ له ټولو غړو سره قابو تمامه ورځ غالۍ اوبدي. د دغي کورنۍ تیر نسل هم د غالیو اوبدلو کار کاوه.
د غالیو د خرڅلاو له پاره د پیرودونکو لټون هم د دوی له پاره خورا غټه ستونزه ده. د یادي کورنۍ مشر ورور غلام سخی وايي: «موږ باید خپله کورنۍ له همدې لاري ژوندي وساتو. بله چاره نشته.» دغي کورنۍ د طالبانو تر راتګ دمخه د غالیو اوبدل پریښي ول او د ودونو د مراسمو له پاره به يي تازه ګلان خرڅول.
د دغي کورنۍ مشر ورور ۲۸ کلن رووف چي په کابل کي کار او ژوند کوي وايي: «معلومداره خبره ده چې کابل ته د طالبانو په راتګ سره د ودونو او ګلانو خرڅولو کاروبار هم خراب شو. نو ځکه خو مو بیرته د غالیو اوبدولو ته مخه کړه.« رووف د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «دا زموږ د نیکونو کسب وو چي زموږ سره يې مرسته وکړه.«
د غالۍ په بشپړیدو سره کورنۍ د شپږو زرو ډالرو د لاس ته راوړلو تمه لري. دا هغه بیه ده چي اوس يې په افغانستان کي کم کسان د ورکولو توان لري.
د افغانستان د غالیو اوبدونکو د انجمن مشر نور محمد نوري، وايي چي اوس د افغانستان د ۳۸ ميلیونه اوسیدونکو له ډلي نه څه کم دوه ميلیونه کسان د غالیو اوبدلو په کاروبار بوخت دي. په افغانستان کي د غالیو اخیستو غوښتنه کمه شوي ده، خو افغاني غالۍ په نړیوال بازار کي لاهم خپل خوښوونکي لري.
په کابل کي غالۍ خرڅونکی کبیر رووف وايي چې په دي وروستیو میاشتو کي د هري ورځي په تیریدو سره لا زیات کسان غالیو اوبدلو ته چې د افغانستان ملي شتمني ده، مخه کوي. رووف وايي دا مهال زیاتره هغه نجوني چې ښونځی ته نشي تلای او هغه مېرمني چې پر کور ناستي دي د غالیو اوبدلو ته مخه کړې ده.
هرات چي له ایران سره پر پوله پروت دی، هغه ولایت دی چي اوس يې خلک تر هر وخت زیات په غالیو اوبدلو بوخت دي. حاجي عبدالقادر چې اوس يې اتو کورنیو ته د غالیو اوبدلو کار برابر کړی، وايي چې خلک يې هره ورځ د کار له پاره پوښتي. د هغوی ډېری هغه کسان دي چي د غالیو اوبدلو هیڅ تجربه نه لري، خو اوس بله دنده او کار نشته.
د طالبانو راتګ د افغانستان پر تجارتي روابطو هم بد اثر کړی دی او غالۍ چې په لویه کچه بهر ته ليږدول کیدلې اوس په سختۍ سره نړیوالو بازارونو ته رسیږي. حاجي عبدالقادر چي په اونۍ کي نږدې پنځه غالۍ رانیسي، وايي چې له بانکونو څخه په هفته کي یوازي ۴۰۰ ډالره اخیستی شي او دا پیسې يې د کارګرانو معاش هم نه پوره کوي.
حاجي عبدالقادر وايي: »اوس د غالیو له پاره پیرودونکي هم نشته. هیڅ بهرنۍ د غالیو اخیستو له پاره نه راځي.« د هغه په وینا له افغانستان څخه د بهرنیانو له وتلو سره سم يې د غالیو کاروبار هم خراب شوی، خو هغه لا هم خوشبینه دی، ځکه د راپورونو پر اساس خلیجیيهیوادونو ته له افغانستان څخه د هوا له لاري سفرونه پيل شوي دي او دا کار د افغاني غالیو د بازار پیدا کولو هیلي لازیاتوي.