1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نجوني به په مدرسو کي زده کړي کوي؟ م.م. پلټنه پيل کړې ده

۱۴۰۲ آذر ۳۰, پنجشنبه

ملګري ملتونه د هغو رپوټونو د تصديقولو په لټه کې دي چې وايي طالبان نجونو ته ديني مدرسو کې د زده کړو اجازه ورکوي. د افغانستان له پاره د م.م. استازې وايي ډېر داسې شواهد ېې ترلاسه کړي چې نجونې په دېني مدرسو کې زده کړې کوي.

https://p.dw.com/p/4aQxz
د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا
د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایواانځور: Igor Koalenko/dpa/picture alliance

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا، د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو سازمان امنيت شورا ته او بیا وروسته خبریالانو ته وويل چې دغه سازمان «ډېر داسې حکایت شوي شواهد» ترلاسه کړي دي چې نجونې په افغانستان کې کولی شي په ديني مدرسو کې زده کړې وکړي.

د اسوشېتيد پریس خبري آژانس په حواله، د دغو شواهدو له مخې، طالبانو د ټولو عمرونو نجونو ته اجازه ورکوي چې په ديني مدرسو کې چې په کلتوري توګه یوازې نارینه پکې زده کړې کوي، تعلیم وکړي.

میرمن اوتونبایوا وويل: «خو دا په ټوله کې واضح نه ده، چې یوه مدرسه څه مقررات لري، آیا هلته داسې يو معیاري نصاب شته چې عصري مضامینو ته هم اجازه ورکړي او دا چې په څه شمېر کې نجونې کولی شي په مدرسو کې زده کړې وکړي.»

آیا طالبان به پر ښوونیزو مرکزونو محدودیتونه لا ډیر کړي؟

طالبانو منځنيو ښوونځيو، لیسو او پوهنتونونو ته د نجونو او ښځو پر تلو بنديز لګولی او نجونو ته یوازې د ښوونځي تر شپږم ټولګي پورې د زده کړو اجازه ورکوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې وويل چې د طالبانو د پوهنې چارواکې «تل موږ ته ويلي دي چې دوی پر یو مشخص تعلیمي نصاب کار کوي تر څو نجوني وشي کړای بېرته ښوونځيو ته ولاړې شي.» میرمن اوتونبایوا اندېښنې وښوده چې په دې سره وخت تلف کيږي: «خو وقت په تېرېدو دی په داسې حال کې چې یو نسل نجونې شاته پرېښودل کيږي.»

هغه وايي، د رپوټونو له مخې د طالبانو د پوهنې وزارت د مدرسو پر ارزونو او همدارنګه د عمومي ښوونځي پر بیا کتنه بوخت دي او له دې سره ېې خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د تعلیم د کیفیت په هکله «اندېښنې مخ پر ډېرېدو دي.»

د آرشیف انځور - کابل د ۲۰۲۳م کال د مارچ ۲۳مه-  افغانستان له پاره د م.م. استازې وايي ډېر داسې شواهد ېې ترلاسه کړي چې نجونې په دېني مدرسو کې زده کړې کوي
د آرشیف انځور - کابل د ۲۰۲۳م کال د مارچ ۲۳مه- افغانستان له پاره د م.م. استازې وايي ډېر داسې شواهد ېې ترلاسه کړي چې نجونې په دېني مدرسو کې زده کړې کويانځور: Ebrahim Noroozi/AP/picture alliance

میرمن اوتونبایوا په خپلو خبرو کې ووېل: «نړېواله ټولنه پر هغو اړتیاو په موثره توګه تمرکز لري ترڅو د نجونو پر تعلیم ممنوعیت لرې کړل شي، خو د تعلیم مخ په خرابېدونکی کیفيت ذکور شاګردان هم اغېزمنوي.»

د بشري حقونو د څار ادارې هم روانه میاشت په خپل يو رپوټ کې ووېل چې د طالبانو «ناوړه» تعلیمي تګلاره د نجونو تر څنګ هلکان هم اغېزمنوي.

په رپوټ کې زیاته شوې ده چې د ښځو په ګډون د وړو مسلکي ښوونکو وتل، په تعلیمي نصاب کې مخ پر شا تلونکی بدلون او د شاګردانو په جسمي مجازاتو کې زیاتوالی نور موارد دي چې د شاګردانو د غیرحاضرۍ او همدارنګه ښوونځیو څخه د وېرې لامل واقع شوي دي.

هغه په دې دليل چې طالبانو ټولې ښځي ښوونکې د ذکورو له ښوونځيو ګوښه کړي چې له امله ېې ډېری هلکان د نه وړ کسانو له خوا تدريس کیږي او یا په مجموع کې په داسې ټولګیو کې چې څوکۍ او ښوونکي نه لري، کيني.

آانلاین زده کړې د افغان نجونو له پاره حل لاره کیدلی شي؟

اوتونبایوا د بشري حقونو موضوع سره په تړاو، وويل: «د ښځو پر وړاندې سیستماتیک تبعیض، د سیاسي مخالفانو او بیان آزادۍ سرکوبول، د اقليتونو په یوه معنی داره استازولي کې کمښت، د محاکمې پرته قتلونو ادامه، خپلسري نيونې، شکنجې او بدرفتاري» په افغانستان کې د بشري حقونو څخه د سرغړونې کليدي ځانګړنې دي.

هغې وويل چې د بشري حقونو په مسئله کې نه پرمختګ یو کليدي فکتور دی چې د طالبانو او نړېوالې ټولنې تر منځ موجوده وضعیت کې نقش لري.

(Reuters)mks/nz

له آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب