1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل:په افغانستان کي هغه هدف ته نه يو رسيدلي چي موږ يې غواړو

۱۳۸۷ آبان ۲۱, سه‌شنبه

د آلمان لومړۍ وزيري مېرمن انګيلا ميرکل په برلين کي يوار بيا دا خبره تکرار کړې چي د امريکا د نوی جمهورريس د غوښتني سره سره به بياهم د افغانستان جنوب ته د جرمني عسکر د فعاليت لمن پراخه نه کړي

https://p.dw.com/p/Fre2
د جرمني لومړۍ وزيره مېرمن انګيلا ميرکل
د جرمني لومړۍ وزيره مېرمن انګيلا ميرکلانځور: AP

د ناټوپدې ګمارني اوپوځي عملياتو پوري دهغه برياليتوب ، دهغه منل کيدل،او د اوقيانوس اطلس د دواړو غاړو د پوځي اتحاد حيثيت په نړۍ اړه لري. داخبره ميرکل په برلين کي د المان اوداوقيانوس اطلس دټولني په يوه غونډه کي کړې ده.مېرمن ميرکل زياته کړې ده چي دناټو له غونډي څخه چي د اپريل په مياشت کي په کيل اوشتراسبورګ کي جوړيږي ډير انتظارونه کيږي.

دې ويلي دي چي په افغانستان کي لا موږ پخپله ځانته ټاکل سوي موخي ته نه يو رسيدلي. ميرکل د روسيې په وړاندي دسياسي هوښيارۍ دنښي په حیث دابللې ده چي راتلونکي کالته دناټوته 60 مي کليزي په مناسبت دنژدې ملګرتيا لپاره خپله اراده څرګنده کړي.ځکه چي پدي نړيوالي سوې دنيا کي روسيه اوناټو له هربل وخت څخه زيادتره دملګري په حيث يو بل ته اړه لري.

اوناټوبايد وروسته له لسوکالو څخه د يوې نوي ستراتيژۍ پر بنسټ باندي کار وکړي . بارک اوباما به لمړی ځل دامريکا دمتحده ايالتونو دجمهور رييس په توګه دناټو په غونډه کي برخه واخلي.لدې څخه ډير انتظارونه کيږي. المان به په برآلا ډول او د همکارۍ له روحې سره لده سره خبري وکړي.

خوميرکل په افغانستان کي د المان له اوس څخه هم زيادتره فعاليت په برخه کي دامريکا دحکومت انتظارونوته ردونکي ځواب ووایه. دې ويلي دي چي د المان حکو مت تل بيا بيا په افغانستان کي خپل فعاليت ډير کړی دی.همدا داکتوبر په مياشت کي يې هلته دګمارل کيدو لپاره دخپلو عسکرو شمير له 3500 نه 4500 ته ډيرکړی .خودې زياته کړې ده چي د جرمني حکومت له هوا څخه دڅارلو لپاره دې ته چمتو دی چي آواکس ډوله اکتشافي الوتکي افغانستان ته واستوي.

نوموړي په برلين کي د اوقيانوس اطلس دټولني په 54 عمومي غونډه کي په خپلي وينا کي زياته کړې ده چي افغانستان پرته دملکي اوپوځي امنيت دسره اوبدل کيدو څخه بلي کومي طرحي ته اړه نلري. خوداپوښتنه سته چي په افغانستان کي له کوم ځواک سره ګډ کار کيدای سي. دې لدې څخه اخطار ورکړی دی، چي پدې برخه کي د لويديز له طرز ته څخه کار واخيستل سي.

دشمالي اطلس ددفاعي تړون مشريوب دهوپ شفر، څرګنده کړې ده چي د المان لخوا منځته راوړل سوي دسره اوبدلي امنیت له اصطلاح څخه بله کومه ښه اصطلاح نسته. پدې اصطلاح کي ټول مطالب نغښتی دی. ده د افغانستان د ښې بيارغوني اوپه اصطلاح دپوځي فعاليتونو ته دبدوالي د نظرله څرګندولو اودهغه پر ښواوبدو باندي ويشلو څخه اخطار ورکړی دی.اوڅرګنده يي کړه چي ملکي بيا رغونه هلته پرته له پوځي عملياتو څخه امکان نلري.