1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه: نړۍ نورې جګړې نه شي زغملی

۱۴۰۳ فروردین ۲۷, دوشنبه

پر اسرائیل د ایران له حملې وروسته د یکشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بیړنۍ غونډه بې نتیجې پای ته ورسیدله. په ورته وخت کې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د غچ اخیستونکو اقداماتو سره به په سیمه کې کړکیچ لا زیات شي.

https://p.dw.com/p/4elSt
UN Security Council meeting on Iran's attack against Israel
انځور: Fatih Aktas/Anadolu/picture alliance

ایران او اسرائیل دواړو یو بل د منځني ختیځ د امنیت له پاره خطر وبلل. د اسرائیل په غوښتنه د اپریل پر ۱۴ نیټې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بیړنۍ غونډه بې نتیجې پای ته ورسیدله.

اسرائیل د ایران له خوا پر خپل هیواد د تقریباً ۳۰۰ توغندیو او بې پیلوټه الوتکو د برید په غبرګون کې د امنیت شورا بیړنۍ غونډه بللې وه. په دې جریان کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش ټولو هیوادونو ته خبرداری ورکړ چې د ایران پر وړاندې له غچ اخیستونکو اقداماتو سره به په سیمه کې کړکیچ لا زیات شي.

نوموړي پر اسرائیل د ایران برید او په ورته وخت کې په دمشق کې د ایران پر قونسلګرۍ بریدونه وغندل او ویې ویل چې د ملګرو ملتونو منشور د هر هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا پر وړاندې له زور څخه کار اخیستنه منع کوي.

نوموړي دغې غونډې ته په وینا کې وویل: «منځنی ختیځ د پاشل کیدو په درشل کې دی او سیمه د ناورین زیږونکي جګړې له خطر سره مخامخ ده. اوس د دې وخت را رسیدلی دی چې تاوتریخوالی راکم کړای شي او له زغم څخه کار واخیستلی شي.»

ګوتېرش وویل: «نه هم سیمه او نه هم نړۍ نوره جګړه زغملی شي او اوس د بربادۍ له څنډې څخه د ځان ژغورنې وخت را رسیدلی دی.»

USA New York | UN-Generalsekretär Antonio Guterres spricht im Sicherheitsrat
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرشانځور: Yuki Iwamura/AP Photo/picture alliance

ایران: موږ د خپل دفاع له حق څخه استفاده کړې

ایران ویلي دي چې دغه برید یې په دمشق کې د دوی پر سفارت د شوي حملې په ځواب کې کړی دی. په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر امیرسعید ایراوني وویل: «ایران د خپل ځان د دفاع له اساسي حق څخه کار اخلي.»

د ایران سفیر وویل: «امنیت شورا د نړیوال امنیت او ثبات ساتلو په برخه کې خپل مکلفیت پوره کولو کې پاتې راغلې ده. له دې امله له تهران سره د ځواب ورکولو پرته بله چاره نه وه. هیواد یې تاوتریخوالی یا جګړه نه غواړي، خو د هر ډول خطر او ظلم ځواب به ورکوي.»

نوموړي زیاته کړه: «اوس د دې وخت را رسیدلی دی چې ملګري ملتونه خپل مسئولیت پوره کړي او نړیوال امنیت او ثبات ته له متوجه حقیقي خطرونو سره مقابله وکړي.»

د ایران سفیر پر اسرائیلو شدیده نیوکه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې که امریکا د ایران پر وړاندې نظامي اقدامات پیل کړل، نو ایران به د مناسب غبرګون له خپل حق څخه استفاده وکړي.

اسرائیل: ایران باید درنه بیه پرې کړي

په ملګرو ملتونو کې د اسرائیل سفیر ګیلاد ایردان، ایران د نړیوالو قوانینو پر نقضولو تورن کړ. نوموړي د امنیت شورا له غړو څخه یو وار بیا پر ایران د بندیزونو لګولو او سپاه پاسداران د ترهګر سازمان بللو غوښتنه وکړه.

ګیلاد ایردان وویل: «د ترهګرۍ نړیوال تمویلونکی د سیمې او نړۍ د بې ثباته کوونکي په توګه خپله اصلي څېره ښودلې ده. له دې امله د امنیت شورا دې د ایران سپاه پاسداران یو ترهګر سازمان وبولي او مخکې له دې چې ډیر ناوخته شي پر ایران دې ټول ممکنه بندیزونه ولګوي.»

د اسرائیل سفیر زیاته کړه: «ایران به د خپلو جنایتونو درنه بیه پرې کوي.»

USA New York | UN-Sicherheitsratssitzung mit dem israelischen Botschafter Gilad Erdan
په ملګرو ملتونو کې د اسرائیل سفیر ګیلاد ایردانانځور: Fatih Aktas/Anadolu/picture alliance

امریکا د اسرئیل په ځوابي اقدام کې برخه نه اخلي

سپینې ماڼۍ د ایران پر وړاندې د اسرائیل له خوا په هر ډول احتمالي ځوابي عملیاتو کې د ګډون نه کولو خبره کړې ده. د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي د NBC شبکې په یوه پروګرام کې وویل: «موږ نه غواړو چې له ایران سره جګړه زیاته شي. ولسمشر بایدن ویلي دي چې نتانیاهو ته یې ویلي دي چې امریکا به له اسرائیل سره له خپل ځان څخه د دفاع په برخه کې خپله مرسته جاري وساتي، خو هغه له ایران سره جګړه نه غواړي.»

جان کربي زیاته کړه: «ولسمشر بایدن څو ځله ویلي دي چې موږ په سیمه کې د جګړې پراخول نه غواړو. موږ له ایران سره جګړه نه غواړو او زه فکر کوم چې دا نظر په خپل حال پریږدم.»

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب