1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيایران

سنتکام: د سپاه پورې د اړوندو ډلو پر ۸۵ هدفونو مو برید کړی

۱۴۰۲ بهمن ۱۴, شنبه

د امریکا ولسمشر جو بایډن د اردن په سرحد کې پر امریکایي ځواکونو د خونړي برید د ځواب ورکولو امر کړی دی. امریکایي الوتکو په سوریې او عراق کې د سپاه پاسداران او ایران پورې اړوندو ډلو پر ۸۵ سنګرونو هوایي بریدونه کړي دي.

https://p.dw.com/p/4c04F
USA starten Vergeltungs-Luftangriffe im Irak und in Syrien
انځور: picture alliance/Anadolu

د افریقا په شمال او منځني ختیځ کې د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې مرکز سنتکام، د جمعې (د فبرورۍ ۲ نیټه) په ماښام په «ایکس» شبکه کې اعلان وکړ چې په سوریې او عراق کې یې د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو او اړوندو ډلو پر ۸۵ سنګرونو بریدونه کړي دي.

د دغو هوایي بریدونو په ترڅ کې د عملیاتو د قوماندې او کنترول، استخباراتي مرکزونو، د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو پر ډیپو ګانو او د سپاه پاسداران او نورو اړوندو ملیشه ډلو تاسیسات په نښه شوي دي.

د سنتکامد معلوماتو له مخې دغه بریدونو د ډیر شمیر بم غورځوونکو الوتکو په وسیله چې د امریکا له خاورې څخه یي پرواز کړی وو، ترسره شوي دي.

د سنتکام قوماندان جنرال مایکل کوریلا، ویلي دي چې د سپاه پاسداران القدس ځواکونه او ور پورې اړوندې ډلې د عراق او سیمې ثبات او د امریکا امنیت ته یو مستقیم ګواښ دی. سنتکام همدارنګه ټینګار کړی دی چې د امریکا بریدونه به ادامه پيدا کړي.     

Jordanien I Militärbasis Tower 22
دا لومړی ځل دی چې په منځني ختیځ کې په غزه کې د اسرائيل د جګړې له پیل راهیسې امریکايي پوځیان په یوه برید کې وژل کېږي. انځور: Planet Labs PBC/AP/dpa/picture alliance

عراق دغو بریدونو ته غبرګون ښودلی دی

د عراق د وسله والو ځواکونو د عمومي قوماندې مرکز ویاند یحیا رسول په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د القایم ښارونه او د عراق سرحدي سیمې د امریکا د هوایي بریدونو هدف ګرځیدلي دي.

یحیی رسول ویلي چې د امریکا بریدونه «د عراق د حاکمیت نقض او د دغه هیواد د حکومت د هڅو کمزورې کول او هغه ګواښ دی چې عراق او سیمه د نامطلوبو عواقبو پر لور بیایي او پایلې به یې د عراق او سیمې د امنیت او ثبات له پاره ناورین زیږونکي وي.» 

په دې اعلامیه کې د ایران پورې اړوندو ډلو ته اشاره نه ده شوې چې په وار وار یې په دغه هیواد کې د امریکا اډې په نښه کړي دي.

د «حشد الشعبي» ډلې او ایران ته نږدې او ورپورې اړوندې نورې ډلې د هغو له جملې څخه عصائب اهل حق، کتائب جزب الله او نور شعیه ځواکونه د عراق پر پارلمان سربیره د دغه هیواد په دولت او پوځ کې نفوذ لري.

آژانسونه: ش.ن/ ا.خ.ح

امریکا په منځني ختیځ کې په کومو هیوادونو کې پوځي اډې لري؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب