1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

ايران وايي پر امريکايي عسکرو بريد کې لاس نه لري

۱۴۰۲ بهمن ۹, دوشنبه

په اردن کې د بې پيلوټه الوتکې په يوه بريد کې درې امريکايي عسکر وژل شوي دي. ولسمشر جو بایدن، د ایران له ملاتړه پر برخمنو ځواکونو د دې بريد تور لګولی دی. دا پېښه د منځني ختيځ کړکيچ لا پسې زياتولای شي.

https://p.dw.com/p/4bmXS
Nasser Kanaani
Nasser Kanaaniانځور: Iranian Foreign Ministry/AP Photo/picture alliance

د امريکا متحده ايالاتو د ولسمشر جو بايدن، د معلوماتو په حواله د سوریې پولې ته څېرمه په دې بريد کې يو شمیر نور امريکايي عسکر ټپيان شوي هم دي.

نوموړي وويل چې په اردن کې دا د بې پيلوټه الوتکو بريدونه د «ایران د ملاتړه له برخمنو افراطي وسله والو ډلو« له خوا شوي دي چې په عراق او سوريه کې فعاليت کوي. هغه وويل چې د بريد په اړه د ټولو حقايقو پر راټولو کار روان دی.

بايدن ګواښ وکړ: «په دې کې هیڅ شک مه ګڼی چې موږ به ټول مسئول کسان، زموږ له خوا په انتخاب شوي وخت او طریقه ځواب ويلو ته راکش کړو.»

د امريکايي پوځ د سيمې اړونده قوماندې سنتکام، د لږ تر لږه ۳۴ عسکرو د ټپي کيدو څخه خبر ورکړی دی. زياته شوې ده چې بريد د يکشنبې په ورځ په اردن کې د امريکايي پوځ پر اډه باندې شوی دی. د پېښې په اړه نور معلومات نه دي په ډاګه شوي.

«امريکايان نن ډېر خفه دي»

بايدن ټینګار وکړ چې امريکا متحده ايالات به «د ترهګرۍ ضد جګړه کې متحد وي او تسليم به نه شي.» نوموړي وويل: «نن د امريکايانو زړونه ډېر خفه دي.»

د رسنیو د رپوټونو په حواله په اکتوبر مياشت کې د اسرائيل او حماس ترمنځ د جګړې له پېل راهېسې دا لومړی ځل دی چې امريکايي عسکر په منځني ختيځ کې د دښمن په بريد کې وژل شوي دي.

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر جو بايډن وايي چې د بريد مسئولين به ځواب ویلو ته راکش کړي
د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر جو بايډن وايي چې د بريد مسئولين به ځواب ویلو ته راکش کړيانځور: Nathan Howard/REUTERS

امريکا تل پر دې ټینګار کړی دی چې د منځني ختیځ د شخړې پراخيدو له کبله د يوې سيمه ايزې جګړې ویره لري.

ايران وايي په دې بريد کې لاس نه لري

د ایران د بهرنيو چارو وزارت وياند ناصر کنعاني، د دوشنبې په ورځ ويلي دي چې پر امريکايي عسکرو په بريد کې د ايران د لاس درلودو ادعاوې «ناسمې» دي.

کنعاني وويل چې په سوريه او عراق کې د امريکا د بريدونو او همدا راز په غزه کې د جګړې دوام به په سیمه کې د بې ثباتۍ حلقه نور هم شديده کړي.

کنعاني وويل چې «مقاومت کوونکې ډلې» د ایران د اسلامي جمهوريت د امر تابع نه دي.

ډرونونه له سوریې څخه راغلي

د سي ان ان شبکې د رپوټونو په حواله دا بې پيلوټه الوتکې د هغو جنګيالو له خوا ليږدول شوي دي چې د ایران له خوا حمايه کيږي خو ويل شوي چې دا ډرونونه ظاهراً له سوریې څخه راغلي ول. په رپوټونو کې زياته شوې چې دا څرګنده نه ده چې دا ولې د دافع هوا سیسټم له خوا نه دي خنثی شوي.

خو د سوریې دبشري حقونو لندن ميشته ټولنې ويلي دي چې د امريکا په مشرتوب ائتلاف عسکرو له اردن او عراق سره د سوریې سرحد ته په څيرمه سيمه کې د ايراني پلوه مليشو ډرونونه ويشتلي دي.

زياته شوې چې دې بې پېلوټه الوتکو د امريکا د التنف پر پوځې اډې د بريد هڅه کوله.

د څار دې بنسټ ويلي دي چې د اکتوبر میاشتې له نيمايي راهېسې په سوريه کې د ائتلاف پر پوځي اډو تر سلو ډېر بريدونه شوي دي. زياته شوې ده د دې ځينو بريدونو ځواب کې امريکايي ځواکونو د ایران د ملاتړه د برخمنو مليشو هدفونه په نخښه کړي دي.

خو لا روښانه نه ده چې د یکشنبې په ورځ پر امريکايي اډه ډېر پرله پسې بريدونه شوي او که څنګه. الجزيرې شبکې د اردن د حکومت د يوه استازي له خولې ويلي دي چې په نخښه شوې امريکايي اډه د اردن په خاوره کې پرته نه ده.

ب. ص/ ن.ز (dpa, afp, rtr)

زموږ له آرشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب