طالبان او د کابل حکومت دواړه د غزني د نیولو ادعاوې کوي
۱۳۹۷ مرداد ۲۰, شنبهافغان چارواکو ویلي چې د جمعې په ورځ دوی د غزني ښار کنترول په خپل لاس کې درلود او په کابل کې چارواکو ویلي چې دوی د غزني په ښار کې د طالب جنګیالو د موندلو له پاره کور په کور تلاشي پیل کړې. د دوی په وینا یو شمیر طالب جنګیالي د خلکو د استوګني په کورونو کې پټ شوي دي.
په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو د استازي شا ګل رضايي په حواله په ښار کې د بریښنا جریان قطع شوی او طالبانو د مخابراتي شبکو یو آنتن ویجاړ کړی چې له امله یې مخابراتي خدمات قطع شوي دي. له همدې کبله د دې موضوع پخلی چې د غزني د ښار واقعي کنترول د چا په لاس کې وو، ستونزمن کار دی.
په ولسي جرګه کې د غزني ولایت استازي رضايي په دې هکله وویل: «مرکزي حکومت په کابل کې ویلي چې وضعیت د دوی تر کنترول لاندې دی خو بیا هم موږ په غزني ولایت کې له ځینو چارواکو سره اړیکې ټینګې کړی او هغوی موږ ته وویل چې د غزني ښار په څنډو کې لا هم جګړه روانه ده.»
رضايي زیاته کړې چې د طالبانو د پرمختګ د مخنیوي په موخه امریکايي هوايي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې یو برید هم کړی او د جمعې ورځې ناوخته غزني ولایت ته اضافي تازه دمي ځواکونه هم استول شوي دي.
خو د دې ټولو سربیره بیا طالب اورپکي د جګړې د بریا ادعا کوي او وايي چې د دوی جنګیالي د غزني ښار کنترول په لاس کې لري. د شنبې په ورځ د وسلوالو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په خپل لیږل شوي یوه پیغام کې لیکلي: «تیره شپه زموږ مجاهدینو په غزني کې د امنیتي ځواکونو یو کنډک فتح کړ او یو شمیر وسلې، پوځي تجهیزات او څلور موټر یې نیولي دي.» نوموړی زیاته کړې چې د غزني ښار کنترول د دوی د جنګياليو په لاس کې دی.
دا په داسې حال کې ده چې طالبان تل د جګړې په ډګر کې د لاسته راوړنو په هکله زیاتره وخت په مبالغه لاس پورې کوي او د جګړو پرمهال [د خپلې ډلې] د تلفاتو په هکله تل ټیټې شمیرې وړاندې کوي.
غزني ولایت چې له پلازمینې کابل څخه د موټر په واسطه د دوو ساعتونو په مزل کې پروت ولایت دی، د طالبانو تر ګواښ لاندې دی.
د طالبانو دغه برید چې د پنجشنبې ورځې ناوخته پیل شو، د غزني ښار د نیولو په موخه د طالبانو تر ټولو تازه هڅه وه. د طالبانو له لوري د غزني ښار د نیولو دغه هڅه داسې مهال کیږي چې طالبان او حکومت د سولې د خبرو د پیلولو په هڅه کې دي.