1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

چارواکي: پر غزني ښار د طالبانو برید پر شا تمبول شوی

۱۳۹۷ مرداد ۱۹, جمعه

افغان چارواکو ویلي دي چې د جمعې په شپه په درنو وسلو سمبال طالب جنګیالو هڅه وکړه، څو د غزني ولایت مرکز ونیسي خو په خبره یې دغه برید پر شا تمبول شوی دی. د چارواکو په حواله په دې برید کې د پولیسو ۱۴ سرتیري وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/32wa5
Afghanistan Taliban-Angriff auf Ghazni
انځور: Getty Images/AFP/AFPTV

اسوشیتد پرس خبري آژانس د غزني ولایت د مرکز د ملکي روغتون مشر باز محمد همت له قوله لیکلي دي چې د شپې پرمهال د طالبانو په دغه برید کې د امنیتي ځواکونو لږ تر لږه ۲۰ سرتیري ټپیان شوي دي هم دي.

د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند فرید احمد مشعل، اسوشیتید پریس خبري آژانس ته وویل چې د غزني پر ښار د طالبانو ډله ایز برید د شپې په ۲ بجو پیل شو چې د سختو ډزو له امله د ښار د هستوګني په سیمه کې ګڼ شمیر دوکانونو اور اخیستی دی.

د طالبانو د برید پر شا تمبولو وروسته پولیسو د پاتې شوو طالب جنګیالیو د موندلو په موخه کور په کور تالاشي هم کړې ده. زیاته شوې ده چې غزني ښار ته د یاغیانو د ننوتلو په تړاو پلټنه هم پیل شوې ده. غزني د کابل جنوب لور ته په ۱۲۰ کیلومترۍ کې پروت د هغو ولایتونو له ډلې څخه دی چې وخت نا وخته ترې د طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ د نښتو رپوټونه ورکول کیږي.

د غزني ښار د ملکي روغتون مشر همت بیا ویلي چې روغتون ته ملکي کسان چې ټپیان شوي هم وروړل شوي دي. د نوموړي په وینا له دې امله چې ټول ښار تړل شوی، نو ښار ته یې امبولانسونه نه دي لیږلي.

د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند فرید احمد مشعل د برید د تلفاتو شمیر شاوخوا ۱۰۰ کسان ښوولی خو د دقیقې مرګ ژوبلې په هکله یې معلومات وړاندې نه کړل. د نوموړي په وینا د تلفاتو ډیره برخه طالبانو ته اوښتې ده.

بل لوري ته د غزني امنیه قوماندان بیا ویلي چې وروسته له هغې چې حکومتي ځواکونو طالبان له ښاره پر شا کړل، د طالب جنګیالیو ګڼ شمیر جسدونه د ښار په کوڅو کې پاتې دي. د ښار په یوه څنډه کې تر یوه پله لاندې د طالب جنګیالیو ۳۹ جسدونه هم موندل شوي دي.

مشعل بیا زیاته کړې چې طالبانو د برید د مخنیوي په موخه د هوايي ځواکونو په برید کې هم په لسګونو طالبان وژل شوي دي. د ملي دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش، په دې تړاو وویل چې پوځ له پولیسو سره مرسته وکړه او ښار بیرته د حکومتي ځواکونو په کنترول کې راوستل شو.

بل لوري ته بیا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د غزني ښار د ځینو برخو د نیولو او د ګڼ شمیر کسانو د وژلو ادعا کړې ده. د جمعې په سهار د غزني ښار اوسیدونکي په خپلو کورنو کې پاتې شول او د ښار ټول دوکانونه هم تړلي دي. د کابل – کندهار لویه لار چې له غزني تیریږي هم تړل شوې ده.

په عین وخت کې د لویدیځ هرات ولایت د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي چې د پنجشنبې د شپې ناوخته د دې ولایت په اوبې ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه بل برید کې د پولیسو شپږ سرتیري وژل شوي دي. تر اوسه پورې طالبانو د دغه برید د مسوولیت په هکله څه نه دي ویلي.