1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په غزني کې دوه کسان په عام محضر کې اعدام کړي

۱۴۰۲ اسفند ۳, پنجشنبه

د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی دی چې په غزني ولایت کې دوه کسان د قتل په جرم په عام محضر کې اعدام شوي دي. طالبانو د نړيوالو انتقادونه له پامه غورځولي دي او د دې ډول مجازاتو عملي کولو ته یې ادامه ورکړې ده.

https://p.dw.com/p/4ckXG
طالبان وايي دوه کسان په عزني ولایت کې قصاص شوي دي
طالبان وايي دوه کسان په عزني ولایت کې قصاص شوي ديانځور: Mohammad Faisal Naweed/AFP via Getty Images

طالبانو نن، پنجشنبه (۲۰۲۴م کال د فيبرورۍ ۲۲) په غزني ولایت کې پر دوو کسانو په عام محضر کې د قصاص حکم عملي کړی دی.

د طالبانو سترې محکمې د يوې اعلامیې په نشرولو سره خبر ورکړی دی چې دا دوه کسان چې په قتل تورن ول، د غزني ولايت په مرکز کې په عام محضر کې قصاص شوي دي.

اسوشيتد پريس آژانس رپوټ ورکړی دی چې يو تورن اته ډزه اوبل اوه ډزه ويشتل شوی دی او وروسته یې بيا جسدونه په امبولانس کې له لوبغالي څخه انتقال شوي دي.

د طالبانو سترې محکمې دا کسان يو یې د سيد جمال چې د ميدان وردک ولايت اوسيدونکی دی او بل د ګل په نوم چې د غزني د اندړو ولسوالۍ اوسيدونکی، ياد کړي دي.

نشر شوې اعلامیې ته په کتو سره دا دوه کسان سره خپلوان هم دي. د طالبانو سترې محکمې ويلي دي چې هغوی د دوو کسانو د وژلو په جرم په قصاص محکوم شوي ول. 

د طالبانو د سترې محکمې په اعلاميه کې راغلي دي چې پر دې دوو کسانو د قصاص حکم د غزني ولايت په مرکز کې د فوټبال په يوه لوبغالي کې د طالبانو د سترې محکمې د چارواکو او سيمې د اسېدونکو په حضور کې اجرا شوی دی.

طالبانو په افغانستان کې په دويم ځل واک ته تر رسېدو يو نيم کال وروسته په لومړي ځل د هرات ولايت په انجيل ولسوالۍ کې يو کس د فراه ولایت د يوه اوسيدونکي د قتل په تور په عام محضر کې اعدام کړ.

که څه هم د طالبانو له لوري د افغانستان د پخواني حکومت د کارکوونکو او امنيتي ځواکونو د غړيو د صحرايي محکمو او قتل په اړه رپوټونه ورکړل شوي دي، خو دا څلورم او پنځم اعلان شوي اعدامونه دي چې په عام محضر کې عملي کيږي.

په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د دغه ډلې مشر ملا هيبت الله اخوندزاده، د خپلې ادارې قضاو ته امر کړی وو چې د «حدود او قصاص» حکمونه په عام محضر کې اجرا کړي. د دې ډلې ادارې تر اوسه په سونو ښځې او نارينه د بېلا بېلو تورونو له کبله په عام محضر کې په دُرو وهلي دي او څلور کسان یې په علني توګه قصاص کړي دي.

نړيواله ټولنه او حقوق پوهان و مدافع وکیلانو او قانوني محکمو ته د تورنو کسانو له لاس رسي ته مجازات کول غندي او د بشري حقونو څخه سرغړونه یې بولي، خو طالبانو دې غبرګونو ته هیڅ پاملرنه نه ده کړې او د خپل مشر د فرمان په تعقيبولو سره په عام محضر کې د دُرو وهل او د تورنو قصاص اجرا کوي.

زموږ له آرشيف څخه:

  

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب