1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسعودي عربستان

سعودي عربستان د ترکیې مرکزي بانک ته پنځه میلیارد ډالر سپاري

۱۴۰۱ اسفند ۱۶, سه‌شنبه

سعودي عربستان غواړي چې د ترکیې په مرکزي بانک کې به پنځه میلیارده ډالر ‌جمع کړي. ترکیه د بهرنیو اسعارو د زیرمو له کمښت سرمخ ده. په دې اړه یو تړون هم لاسلیک شوی چې په دسمبر میاشت کې دا پیسې وسپارل شي.

https://p.dw.com/p/4OKq1
Türkei Präsident Recep Tayyip Erdogan und Kronprinz Mohammed bin Salman
انځور: OZAN KOSE/AFP

د خلیج تر ټولو ستر اقتصادي ځواک او مخافظه کاره پاچاهۍ، د سعودي عربستان د پراختیا له پاره د سعودي وجهي صندوق SFD وویل، چې د ریاض او انقرې ترمنځ د څو میلیاردو ډالرو د لیږلو یو تړون لاسلیک شوی.

د سعودي عربستان د مالیې وزیر محمد بن عبدالله الجدعان اعلان کړی چې د سعودي له وجهي صندوق څخه به د روان کال په دسمبر میاشت کې د ترکیې مرکزي بانک ته پنځه میلیارده ډالر وسپاري.

اړوند مطلب: سعودي په پاکستان کې يو ميليارد ډالره پانګونه کوي

د سعودي عربستان له لورې د ترکیې په مرکزي بانک کې د میلیاردونو ډالرو د زیرمه کولو پریکړه، د انقرې او ریاض د حکومتونو ترمنځ د هڅو یو برخه ده، چې په تېر کې د دوی کړکیچنې اړیکې سمې کړي.

له دې ځايه زموږ فيسبوک پاڼې ته سر ورښکاره کولای شئ

د دواړو هيوادونو ترمنځ اړیکې هغه وخت ترنیګلي شوې، کله چې په ۲۰۱۸م کال په استانبول کې د سعودي په قونسلګرۍ کې د سعودي خبریال جمال خاشقجي د وژنې پېښه رامنځته شوه.

په ترکیه کې د بهرنیو اسعارو د زیرمو حالت

د ترکیې د مرکزي بانک د بهرنیو اسعارو زیرمې په تېر اوړي کې شپږ میلیارد ډالرو ته راکښته شوې، چې دا د ترکیې له لورې د ساتل شویو بهرنیو اسعارو د زیرو تر ټولو ټيټه کچه ده.

په تیره فبرورۍ میاشت کې په ترکیه کې خوتړۍ زلزلې شاوخوا ۴۵ زره کسان مړه کړل او میلیونونه نور ترکیې وګړي یې بې کوره کړل. د ترکیې اقتصاد ته هم ۸.۵ میلیارده ډالره زیان واوښت.

د سعودي عربستان د خبریال خاشقجي وژنه
د سعودي عربستان د خبریال خاشقجي وژنهانځور: Muhammed Enes Yildirim/AA/picture alliance

په دې وروستیو کې د ترکیې مرکزي بانک ویلي دي چې د فبرورۍ په وروستۍ اونۍ کې یې د بهرنیو اسعارو زیرمې له ۲۰،۲ میلیارد ډالرو څخه یوازې ۱،۴ میلیارد ډالرو ته راټیټې شوي.

اړوند مطلب: د خاشقجي نامزادې د سعودي عربستان د وليعهد پر ضد د اقامې دعوا کړې ده

د ترکیې د لیرې ارزښت کم شوی

په دې وروستیو کلونو کې د ترکیې د بهرنیو اسعارو زیرمې ډېرې کمې شوې دي چې لامل یې لومړۍ د ۲۰۲۱م کال په ډسمبر کې د اسعارو بحران او بیا په مالي بازارونو کې د سیاسي مداخلې تګلارې وې چې د دغه هيواد د بهرنیو اسعارو زیرمې یې اغېزمنې کړي دي.

اړوند مطلب: 

د دې حالاتو پایله وه، چې د امریکایي ډالر په مقابل کې د ترکیې د لیرې ارزښت په ۲۰۲۱ کې ۴۴ سلنه او په ۲۰۲۲ کې شاوخوا ۳۰ سلنه کم شو.

اوس د ترکیې د مرکزي بانک د بهرنیو اسعارو د زیرمو د کمیدو د مخنیوي په خاطر د دواړو هیوادونو ترمنځ یو تفاهم لیک نهايي شوی چې د سعودي عربستان د ګرځندوی وزیر، د سعودي د پراختیا له پاره د وجهي صندوق د رئیس احمد عقیل الخطیب او د ترکیې د مرکزي بانک مسئول شهاب کاوچي اولو له خوا لاسلیک شو.

DW.FZ.NZ