1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عربستان د يوه ستر ښار جوړولو خیال لري

۱۳۹۹ بهمن ۲۱, سه‌شنبه

عربستان داسي خيال لري چې د سيلانيانو په جذبولو او د تکنالوژۍ په يوه قطب گرځېدو سره يې اقتصاد پياوړی وي نه په تيلو. د دغه هيواد وليعهد غواړي د نئوم په نوم يو ښار جوړ کړي.

https://p.dw.com/p/3p7pT
Saudi Arabien Plant 105 Meilen Lange Stadt
انځور: NEOM/Cover Images/picture alliance

د دغې سترې پروژې غوره ښار چې په پام کې دی د عربستان د دښتو په زړونو کي وځلیږې نوم يې نئوم دی. داسي يوه پروژه چې د څو نوي ښارونو ودانول د چاپيريال ساتنې له اصولو سره سم وې. کوم ځای چې د دغه ښار ودانولو له پاره په نظر کې نيول شوی، د دغه هيواد په شمال لويديځ کي، عقبه ټاپو ته نږدي او سرې بهيرې ته څيرمه دی.

د راتلونکي ښار ودانولو لګښت ۲۰۰ ميليارده ډالر اټکل شوی دی. په پام کې ده چې دغه ښار به د اړیکو ټينګولو پرمختللی تخنيک، د تګ راتګ چټک اورګاډي. هوايي ټکسي او يوه مصنوعي سپوږمکۍ ولري. دغه خيال او ورته جوړ شوي پروګرامونه به نه يوازي د سیلانيانو راجزبولو توان ولري، بلکې وبه کړای شي پانګه وال د دې ښار په يوه برخه کي پانګې اچونې ته ليوالتیا پيدا کړي.

په يوه رپوټ کي چې د آلمان د دويچلند فونک رسنۍ خپور کړی دی، پکې راغلي دي چې دغه پروژه تر یو کچې پر تيلو د عربستان اړخ لګولو کمښت او پر لوړي تکنالوژۍ د دغه هيواد بدليدل ښيي.

په پام کې ده چې له حقوقي پلوه هم دغه ښار يو ځانگړی ښار وي چې هلته ښځي مجبوره نه وي چې حجاب وکړي او الکول څکل هم مجاز دي.

يو آلمانی کارپوه چې يادي رسنۍ ورسره مرکه کړې ده او عربستان ته هم تللی دی وايي چې د عربستان ځوانان د خپل هيواد د چاپيريال په هکله انديښنې لري او هلته د پرمخ تللي تخنیک او تکنالوژۍ د نقش په اړه فکر کوي. په خاصه توګه د راتلونکو وظيفوي بوختیاو په تړاو.

د هغه په خبره مخکي تمرکز يوازي پر تيلو وو چي کار يې اسانه او گټه يې ډېره وه خو اوس دوی غواړي اقتصاد يې بې تيلو پياوړی شي. خو د دغه کارپوه په نظر دغه ښار به تر ډيره د شتمنو سيلانيانو له پاره وي، ځکه هلته د هر شي کيفيت ډېر لوړ دی نو معلومه خبره ده چې غريب خلک به هلته د رخصتيو له پاره ولاړ نه شي.

په پام کې ده چې د دې ښار د اوسیدونکو شمير به يو میليون وي. په پام کې ده چې په ښار کې به د تګ راتګ اوږدې لارې تر ځمکې لاندي په گړنديو ريلونو کي چې چلونکی نه لري او اتومات چليږي، وهل کيږي. د ښار په منځ کي لارويان به پر بايسکلونو تګ راتګ کوي. ویل کیږي چې ښاري دفترونه او نور امکاناتو ته لاس رسی به داسي رغول شوي وې چې ورتګ به ورته پنځه دقيقو کي ترسره کيدای شي.