1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
اقتصادپاکستان

سعودي په پاکستان کې يو ميليارد ډالره پانګونه کوي

۱۴۰۱ شهریور ۴, جمعه

د سعودي عربستان پاچا د پاکستان له اقتصاد سره د مرستې په موخه په دغه هيواد کې د يو میليارد ډالرو د پانګونې امر کړی دی. پاکستان په دې وروستيو کې د سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان دی.

https://p.dw.com/p/4G4Wi
USA New York | UN-Jahresversammlung | Salman Bin Abdulaziz Al-Saud
انځور: UN Web TV/AP/picture alliance

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بهټو زرداري له خپل سعودي سيال فيصل بن فرحان السعود سره د تليفون له لارې تر خبرو اترو وروسته پر تويتر يوه اعلامیه خپره کړه او په دې ترڅ کې یې د سعودي عربستان د پانګونې خبر تائيد کړی دی.

نوموړي په خپل تويت کې ليکلي: «د سعودي د بهرنيو چارو له وزير فيصل بن فرحان سره مې خبرې وکړې. د ورورګلوۍ پر اړيکو وغږيدو او د سعودي عربستان له خوا مې په پاکستان کې د يو ميليارد ډالرو د پانګونې د هوډ هرکلی وکړ.»

هغه زیاته کړې ده: «ما خپل سيال ته په پاکستان کې د سېلابونو له کبله د رسېدلي زيان په اړه معلومات ورکړل. هغه له موږ سره يووالی ښکاره کړ او د سعودي عربستان له خوا یې د هر ډول ممکنې مرستې خبره وکړه.»

په دې منځ کې د سعودي عربستان دولتي خبري آژانس اس پي ای هم ويلي دي چې «شاه سلمان بن عبدالعزيز د پاکستان له اقتصاد او د دغه ورور هيواد له خلکو سره د مرستې په موخه د سعودي د دريځ سره سم، د يو میليارډ ډالرو پانګونې امر کړی دی.»

قطر هم په پاکستان کې د پانګونې غوښتونکی دی

د سعودي عربستان له خوا د پانګونې دا اعلان تر هغه يوه ورځ وروسته شوی دی چې د قطر د پانګونې د برخو چارواکو هم په پاکستان کې د درې ميلياردو ډالرو د پانګونې خبره کړې وه.

د قطر د اداري چارو خپلواکې ادارې «اميري ديوان» له خوا په نشر شوې اعلامیه کې ويل شوي دي چې «د قطر پانګونې اداره په پاکستان کې په تجارتي او د پانګونې په بېلا بېلو برخو کې د دريو ميلياردو ډالرو  پانګونې نيت لري.»

شهباز شريف لومړی سفر سعودي ته کړی

دا اعلان دوحې ته د پاکستان د لومړي وزير شهباز شريف د سفر په ترڅ کې شوی وو. نوموړي هلته د چهار شنبې په ورځ د قطر له امیر شيخ تميم بن حماد الثاني سره ليدلي ول.

تر دې مخکې لومړي وزير شهباز شريف ته نزدو سرچينو ویلي ول چې نوموړي ښایي د دولتي ملکيت په ادارو کې لکه د پاکستان نړيوال هوايي شرکت او په نيويارک کې د روزويلټ په هوټل کې قطر ته د شراکت وړاندیز وکړي.

پاکستان له اقتصادي ستونزو سره مخ دی

د پاکستان اقتصاد دمګړۍ له سختو ستونزو او د بیې د پرې کولو په برخه کې د بې انډولۍ له بحران سره مخ دی. د بهرنيو اسعارو زيرمې یې ۷،۸ ميلياردو ډالرو ته ټيټې شوي دي چې تقريباً د يوې مياشتې د وارداتو له پاره به په ډېر مشکل سره بسنه وکړي.

د ډالرو پر وړاندې د پاکستانۍ کلدارو ارزښت لا کم شوی

پاکستان د جاري حسابونو مخ پر زياتيدونکي کسر، د ډالرو په مقابل کې د پاکستانۍ کلدارې د بیې ټيټدو او د انفلاسيون کچې لوړيدو له ستونزو سره هم لاس او ګريوان دی. د اټکلونو پر اساس به په اګست میاشت کې د انفلاسيون کچه تر ۴۲ فيصدو لوړه وي.

ب. ص/ ن. ز (دويچه ويله اردو)