1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا امريکا په قطر کې منتظر افغانان کانګو جمهوريت ته استوي؟

مسعود جهش | د فرانسې خبری آژانس
۱۴۰۵ اردیبهشت ۲, چهارشنبه

هغه افغانان چې په خپل هیواد کې یې د امریکا له ماموریت سره مرسته کړې وه اوس یو سخت انتخاب لري: د کانګو جمهورت ته ولاړ شي او یا هم د طالبانو تر کنترول لاندې افغانستان ته ستانه شي.

https://p.dw.com/p/5CdQt
ښځې او ماشومان چې بکسونه ورسره دي، د الوتکو پر لور روان دي.
په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا رسیدو راهېسې تر ۱۹۰۰۰۰ ډیر افغانان امریکا متحده ایالاتو ته لیږدول شوي دي.انځور: Samuel Ruiz/US Marine Corps/Consolidated News Photos/picture alliance

د «افغان ایواک» سازمان چې په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو له پخوانیو ځايي همکارانو سره مرسته کوي، د سه شنبې په ورځ ویلي دي چې د امريکا حکومت په داسې خبرو کې ښکیل دی چې په پایله کې یې په قطر کې میشت د دې هیواد پخواني افغان محلي همکاران د کانګو جمهوریت ته وليږدوي. دغه افغانان له څه باندې څلورو کلونو راهیسې په قطر کې د امریکا په یوې پخوانۍ اډې کې ځای پر ځای شوي دي.

د افغانانو دغه ډله چې شمیر یې شاوخوا ۱۱۰۰ تنو ته رسیږي په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته قطر ته ولیږدول شول ځکه هغوي په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو له ماموریت سره مرسته کړې وه. په دغه ډله کې چې د امریکا په «السیلیه کمپ» کې میشت دي، شاوخوا  ۴۰۰ ماشومان هم شامل دي.

اړونده موضوع: امريکا په قطر کي بند پاته افغانانو ته د ستنېدو په بدل کي پيسې ورکوي

نیویارک ټایمز د لومړي ځل له پاره کانګو ته د دغو کسانو د استولو د پلان په اړه رپوت ورکړ. دغې رسنۍ ویلي دي چې په قطر کې په دغو میشتو کسانو کې د ځینو هغه ژباړونکو او د افغان کوماندو ځواکونو کورنۍ هم شاملې دي چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره کار کړی وو.

د پلان په اړه څومره معلومات شته؟

د افغان ایواک سازمان مشر شاون وان دایور، ویلي دي چې سازمان یې په دې اند دی چې په اصل کې واشنګټن غواړي دغه کسان د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان ته واستوي. په خبره یې کانګو ته د دغو کسانو د استولو وړاندیز په اصل کې له دغو کسانو څخه د یوه «منفي ځواب» د ترلاسه کولو له پاره جوړ شوی دی.

د افغان ایواک سازمان په یوه بیانیه کې ویلي دي: «دغو کسانو ته د کانګو په جمهوریت کې چې پخپله یوه فعاله جنګي سیمه ده د ځای پر ځای کیدو وړاندیز ورکړه، په داسې حال کې چې پوهیږئ هغوی به دغه وړاندیز رد کړي. د انتظار وړ رد ځواب په تمه پاتې شه. بیا نو دغه رد ځواب خلکو ته افغانستان ته د هغوی د بیرته استولو د توجیه په توګه استعمال کړه.»

په واشنګټن کې فېرونه: آیا امریکا ټول افغانان اخراجوي؟

په بیانیه کې زیاته شوې ده: «تاسو نه شئ کولی د جګړې د وخت متحدین چې په اړه یې څیړنې شوي دي او په کې تر ۴۰۰ ډیر ماشومان شامل دي، له امریکایي قید څخه داسې یوه هیواد ته واستوئ چې پخپله د سقوط په حال کې دی.»

اړونده موضوع: بلینکن له کابله د افغانانو په راایستلو کي له قطر څخه مننه وکړه

د ملګرو ملتونو په حواله په کانګو کې شاوخوا ۶،۹ میلیونه کورني بې ځایه شوي کسان موجود دي. ډیری دغه کسان د دې هیواد په ختیځه برخه کې دي چې پکې د پوځ او درواندا تر ملاتړ لاندې جنګیالیو تر منځ جګړې رامنځ ته کیږي. په کانګو کې همدا راز د ګاونډیو هیوادونو مهاجر هم شته چې شمیر یې تر ۵۱۷۰۰۰ زیات دی.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د دې موضوع له تاییدولو ډډه کړې ده خو ویلي دي چې واشنګټن له «السیلیه کمپ» څخه داوطلبانه ستنیدل ارزوي.

د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي دي: «یوه دریم هیواد ته د دغو خلکو لیږدول یوه مثبته حل لاره ده چې په پایله کې یې په کمپ کې پاتو کسانو ته امنیت رامنځ ته کوي چې له افغانستان څخه بهر نوي ژوند  پیل کړي په او عین حال کې امریکایانو ته هم امنیت او ثبات رامنځ ته کوي.»

ولسمشر ټرمپ امریکا ته افغانانو پر ورتګ بندیز لګولی

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا رسیدو راهېسې تر ۱۹۰۰۰۰ ډیر افغانان امریکا متحده ایالاتو ته لیږدول شوي دي. خو تر هغه وروسته چې ولسمشر دونالد ټرمپ په ۲۰۲۵ کال کې واک ته ورسید امریکا ته د مهاجرو د رسیدو د مخنیوي ژمنه یې وکړه.

کله چې یوه افغان سپینې ماڼۍ ته نژدې پر دوو امریکایي امنیتي ځواکونو ډزې وکړې او د هغوی له ډلې یې یو وواژه، نو ولسمشر ترمپ د ټولو افغانانو د مهاجرت د دوسیو د څیړنې د بهیر د درولو پریکړه وکړه. دغه کس په افغانستان کې د امریکا له استخباراتو سره کار کړی وو او له رواني ناروغۍ کړیده. ترمپ همداراز ویلي وو چې د روان کال د مارچ تر ۳۱مې نیټې پورې به د «السیلیه کمپ» هم وتړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل