1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بلینکن د کابله د افغانانو په راایستلو کي د قطر څخه مننه وکړه

۱۴۰۰ شهریور ۱۶, سه‌شنبه

د امریکا خارجه وزیر، انتوني بلیکن له قطر څخه د لیدني پرمهال د افغانستان څخه د افغانانو په راایستلو کي د قطر د ملاتړه مننه وکړه. په همدې حال کي څلور امریکایان د مځکي له لاري له افغانستان څخه وتلي دي.

https://p.dw.com/p/400x6
A man pulls a girl to get inside Hamid Karzai International Airport in Kabul
انځور: REUTERS

لکه څنګه چي د امریکا متحده ایالاتو خارجه وزارت په یوه لنډه اعلامیه کي راغلي دي، بلینکن د قطر د امیر، شیخ تمیم بن حمد ال ثاني سره د یوې لیدني کتني پرمهال د «امریکايي اتباعو، د هغوی د ملګرو او خطر سره مخامخ افغانانو په راایستلو کي د فوق العاده همکارۍ څخه مننه وکړه او هغوی ته یې د ترانزیت امکاناتو برابرول» وستایل.

د امریکا خارجه وزیر چي په دغه سفر کي ورسره د دغه هیواد د دفاع وزیر، لیود استین هم ملګری دی، د قطر د امیر سره د نورو «دوه اړخیزو مهمو مسایلو په باب» هم خبري وکړې. دا په افغانستان کي د طالبانو له خوا د قدرت تر نیولو وروسته سیمي ته د امریکا د یوه لوړ رتبه هیئت لومړی سفر دی.

په دوهه کي د بلینکن او طالبانو د نمایندګانو تر منځ خبري په پلان کي نه وې. خو د امریکا د خارجي سیاست نماینده، دین تمپسن اعلان کړی دی، چي د امریکا حکومت به طالبان هم په مذاکراتو کي را شامل کړي «تر څو اطمینان حاصل کړي چي زموږ پیغام هغو ته واضح دی.»

امریکا متحده ایالاتو د قطر له لاري خپل تر ټولو ډیر کسان له کابل څخه راوایستل. تقریباً نیمايي، یا ۵۵۰۰۰ کسان قطر ته د مؤقت وخت له پاره انتقال سول.

بلینکن به همدارانګه د قطر او ترکیې څخه ددې غوښتنه وکړي چي د کابل هوايي میدان بیرته ترمیم کړي، تر څو ورڅخه د نورو کسانو د راایستلو امکانات برابر او هم خلګو ته بشري کومکونه ورسیدلای سي.

پرون دوشنبه(د سپټمبر شپږمه) د امریکا حکومت اعلان وکړ چي له افغانستان څخه د امریکايي قواوو تر وتلو وروسته اول وار بیا ډیر امریکايي اتباع رسماً له دغه هیواد څخه وتلي دي. څلور امریکایان له زمیني لاري ووتل او طالبان پرې خبر ول.

په قطر کي د بلیکن په پروګرام کي همدارنګه له کابل څخه د امریکا د راانتقال سوي سفارت د ډيپلوماټانو سره لیدنه کتنه هم پلان سوې ده. له دوحې څخه به بیا بلینکن جرمني ته راسي او دلته به سبا چهارشنبه په رامشتاین کي د هغوی د نظامي قرارګاه څخه لیدنه وکړي، چیري چي هلته هم ډیر کسان د کابل څخه ورته راانتقال سوي او په مؤقت ډول پاته دي.