1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا د کندز د سقوط سناریو تکراریدای شي؟

مسعود جهش۱۳۹۵ شهریور ۳۱, چهارشنبه

طالبان او د حکومت نور وسله وال مخالفین تر ټولو زیات د افغانستان په لیرې پرتو کلیو او بانډو کې پیاوړې دي. ولې افغان طالبان په سویلي ولایت هلمند او په شمالي ولایت کندز کې د سیمو د نیولو هڅه کوي؟

https://p.dw.com/p/1K5zD
Afghanistan Kunduz Polizei kontrolliert Auto
انځور: picture-alliance/ZUMA Press/A.Kakar

تیر کال د یوې لنډې مودې له پاره د کندز ښار د طالبانو لاس ته ولوید، خو د حکومتي ځواکونو له لوري د دغه ښار د کنترول تر لاسه کولو یو کال وروسته هم په دغه سیمه کې وضعیت بې ثباته بریښي. تل د حکومتي ځواکونو او وسله والو یاغیانو تر منځ نښتې رامنځ ته کیږي. هیڅ کوم اړخ پر دې نه توانیدلی دی چې د کړکیچنو لیرې پرتو ولسوالیو کنترول په دوامدار توگه وساتي او د ولسوالیو ډیری برخې وخت نا وخت د یاغیانو او حکومتي ځواکونو تر منځ لاس په لاس کیږي.

له دغو ولسوالیو څخه یوه یې هم د چهار دره ده. د دغه ولسوالۍ یوه اوسیدونکي له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «ماشومان ښوونځیو ته نه شي تللی. څو ورځې تر مخه حکومتي ځواکونو پر یوه ښوونځي باندې چاپه ووهله، ځکه هغوی په دغه ځای کې د یاغیانو د پټنځي د موجودیت گومان کاوه.»

دغه کس غواړي چې نوم یې پټ پاتې شي، ځکه وایی کیدای شي هم د حکومت او هم د یاغیانو له سخت غبرګون سره مخامخ شي. د هغه په خبره اوسیدونکي هم د حکومت او هم د تندلارو له لوري گواښل کیږي او ملامته کیږي چې د جګړې له بل اړخ سره مرسته کوي. هغه په خپلو خبرو کې وړاندې وویل: «هیڅوک ځان خوندي نه احساسوي. هر هغه چا چې توان درلود له سیمې وتلی دی.»

د کندز تر سقوط وروسته، د ولسمشر غنی په ګډون ډیری افغان چارواکو کندز ته سفر کړی دی او ژمنې یې وکړي چې تندلارې به له کندز څخه وایستل شي. د پارلمان غړي فاطمه عزیز، وایي چې که څه هم په کندز کې په وار وار عملیات په لاره اچول شوي دي خو اوس هم ګواښ موجود دی: «دا احتمال نه شته چې د کندز ښار دې یو ځل بیا طالبان ونیسي خو اوس هم نښتې رامنځ ته کیږي.»

د عزیز په خبره د کندز خلک له مرکزي حکومت څخه اوس یوازې یوه غوښتنه لري، او هغه هم په سیمه کې د امنیت ټینګښت دی. د هغې په خبره د ملي یووالی حکومت په عاجل ډول باید یوه تل پاتې حل لاره ومومي که نه نو د دغه ولایت ولس به د مرکزي حکومت اطاعت ته غاړه کښنیږدي.

نور ولایتونه هم له ګواښ سره مخامخ دي

یو بل مهم ټکی د حکومتي ځواکونو او طالبانو تر منځ د روزگان ولایت د مرکز ترینکوټ د نیولو پر سر نا فیصله شوې جگړ ده. دغه ښار په روانه میلادي میاشت کې د څو ورځو له پاره د طالبانو له لوري کلابند شو خو افغان ځواکونو د بهرنیو ځواکونو په ملاتړ وکولای شول چې یاغیان پر شا وتمبوي.

د ارزګان د ولایتي شورا پخواني غړي حاجي محمد نعیم، دویچه ویله ته وویل چې لا هم د ښار د باندې جگړه دوام لري. د هغه په خبره د ولایت او ولسوالیو په مرکزونو کې حکومتي ځواکونه حضور لري او باقې پاتې لیرې پرتې سیمې د طالبانو په لاس کې دي. په دغه ځای کې هم ښوونځي تړل شوي دي. پر دې سربیره د ترینکوټ او نورو سیمو تر منځ ځینې ارتباطي لارې تړلي دي.

داسې فکر کیږي چې طالبان او نورې افراطي ډلې په ۲۰۱۴م کال کې د ناټو د جنگي ماموریت تر ختمیدو وروسته په ۲۰۰۱م کال کې د طالبانو تر سقوط وروسته زیاتې سیمې تر کنترول لاندې لري.

په داسې حال کې چې د کابل د حکومت دښمنې افراطي ډلې د پخوا په پرتله پیاوړې شوي، په خپله حکومت د قدرت پر سر د داخلي مبارزې له کبله له ستونزو سره مخامخ دی. که څه هم د ملي یوالي د حکومت مشران ولسمشر محمد اشرف غني، او د هغه اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د دې خبرې ډاډ ورکوي چې داخلي امنیت د دوی په لومړیتوب کې قرار لري خو له دې سره هم داسې بریښيې چې هغوی په سیاسي رقابتونو کې ښکیل دي او پر یو او بل د ستونزو پړه اچوي.

د کندز د جګړې انځورونه: