1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمپاکستان

د پاکستان پوځ: په نښته کې درې عسکر او دوه یاغیان وژل شوي

۱۴۰۲ تیر ۲۲, پنجشنبه

د پاکستاني چارواکو په وینا په بلوچستان ایالت کې پر پوځیانو وسله والو برید کړی چې پکې درې پوځیان او دوه یاغیان وژل شوي دي. د چهارشنبې په ورځ په بلوچستان کې د پوځ پر یوه مرکز برید شوی وو.

https://p.dw.com/p/4ToAy
Selbstmordattentat Quetta / Pakistan / 05.2.23
انځور: Ghani Kakar/DW

د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د پوځ له لوري په یوه اعلامیه کې ویل شوي دي دغه پيښه د چهارشنبې په ورځ د بلوچستان په سویي سیمه کې رامنځ ته شوه ده. دا لا معلومه نه ده چې بريد چا کړی دی. خو په تیرو وختونو کې د دغه ډول پيښو مسوولیت پر بلوڅ بیلتون غوښتونکي ډلې اچول شوی. سویي هغه سیمه ده چې د طبیعي ګاز ستره منبع ده.

د ځایي چارواکو په وینا د پيښې له ځای څخه د تښتیدلو کسانو د نیولو له پاره عملیات جریان لري.

په ژوب کې یاغیانو د پوځ پر یوه مرکز د لاسي بمونو برید کړی وو او بیا ساعته وسله واله نښته رامنځ ته شوې وه
په ژوب کې یاغیانو د پوځ پر یوه مرکز د لاسي بمونو برید کړی وو او بیا ساعته وسله واله نښته رامنځ ته شوې وهانځور: DW

په سویي کې دغه پيښه څو ساعته وروسته له هغې رامنځ ته شوه چې د بلوچستان ایالت په ژوب سیمه کې پنځو وسلوالو یاغیانو د پوځ پر یوه مرکز برید وکړ. د پوځ په وینا په دغه برید کې نهه عسکر وژل شوي او همداشان پنځه سره بریدګر هم له منځه وړل شوي. د دغه برید مسوولیت د »تحریک جهاد پاکستان« په نوم وسله والې ډلې منلی وو.

اړونده موضوع: پاکستان؛ د پوځ پر يوه مرکز وسله وال برید کې څلور عسکر وژل شوي

اسوشتید پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په بلوچستان ایالت کې له تیرو دوو لسیزو راهیسې د بلوڅ بیلتون غوښتونکې د یوې کوچنۍ ډلې له لوري په ټیټه کچه بغاوت جریان لري. بلوڅ ملتپالو په لومړي سر کې د ایالت په طبیعي زیرمو کې ونډه غوښته خو بیا وروسته یې د خپلواکۍ له پاره بغاوت پېل کړ. که څه هم پاکستان وایي چې د یاغیتوب مخه یې نیولې ده خو بیا هم په دغه ولایت کې د تاوتریخوالې پېښې رامنځ ته کیږي.