د طالبانو او پاکستان شخړه؛ ملګرو ملتونو د اوربند غوښتنه کړې
۱۴۰۵ فروردین ۵, چهارشنبه
د ملګرو ملتونوکارپوهانو په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت او پاکستان باندې غږ کړی دی چې د اوربند يو نوی تړون وکړي او تلپاتې سولې ته زمینه برابره کړي. دا په داسې حال کې ده چې نن، چهارشنبه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ پولې په اوږدو کې د تاوتريخجنو پېښو رپوټونه رسيدلي دي.
د طالبانو يوه سيمه ایز چارواکي وويل چې پاکستان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې کابو ۸۵ هاوان پر کونړ ولايت باندې ويشتلي دي. نوموړي زياته کړې ده چې دا هاوان د استوګنې پر سيمو لګيدلي چې د ځاي اوسيدونکو انديښنې یې ډېرې کړي دي.
اړونده موضوع: « د پاکستان نظامیانو د کونړ او ختیځ نورستان لاره تړلې»
د سيمې د اوسيدونکو په حواله د کوچني اختر په مناسبت د سعودي عربستان، ترکيې او قطر هېوادونو په غوښتنه پر رامنځته شوي اوربند سربیره هم د هاوان بريدونو دوام درلود.
پاکستان د اختر په مناسبت د مارچ تر ۲۳مې نیټې پورې د بريدونو درولو اعلان کړی وو، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت بيا د نيټې د مشخصولو پرته د غچ اخیستو بريدونو د ځندولو خبره کړې وه.
دې اوربند تر تېرې دوشنبې شپې پورې دوام وکړ. د آلمان خبري آژانس هڅه وکړه چې د تازه بريدونو د ادعاو په اړه د پاکستان نظر واخلي خو ونه توانيد چې کومه تبصره ترلاسه کړي.
ملکي تلفات
د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په حواله د هغو نښتو په پايله کې چې ۲۰۲۵م کال په اکتوبر میاشت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د رامنځته شوي اوربند تر ماتیدو وروسته شوی دی، تر اوسه په افغانستان کې لږ تر لږه ۲۸۹ ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې او کورونه، روغتيايي تاسيسات او بارازونه یې زيانمن کړي دي.
زياته شوې ده چې د دې نښتو له کبله ښوونځي تړل شوي او سوداګري له ځنډ سره مخامخ شوې.
کارپوهانو همدا راز د مارچ پر ۱۶مه نيټه په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر يوه مرکز باندې د پاکستان هوايي بريد غندلی دی چې د رپوټونو پر اساس پکې په سونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
تر دې مخه پاکستان ويلي ول چې د فيبرورۍ پر ۲۱ او ۲۲ مه یې د تحريک طالبان پاکستان يا ټي ټي پي ډلې مرکزونه ويشتلی دي خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه پلاوي دفتر (يوناما) ويلي په ځينو دې بريدونو کې په ننګرهار او پکتيا ولایتونو کې د ملکيانو کورونه په نخښه شوي او يو شمیر کسان ملکيان یې وژلي دي.
د پاکستان تر دې بريدونو وروسته طالبانو غچ اخيستونکي بريدونه ترسره کړل چې په ځواب یې پاکستان د کابل او کندهار په ګډون په افغانستان کې پراخ بريدونه وکړل.
کارپوهان: پاکستان د ټي ټي پي په اړه شواهد نه دي وړاندې کړي
پاکستان پر طالبانو باندې دتحريک طالبان پاکستان غړيو ته د پټنځايونو د ورکولو تور لګوي خو افغان طالبان دا تورونه په کلکه ردوي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو ويلي دي په دې اړه هیڅ ثبوت نشته چې طالبانو دې ټي ټي پي ډلې ته په پاکستان کې د بريدونو امر کړې وي: «پاکستان په دې اړه هیڅ معتبر شواهد نه دي وړاندې کړي چې د ټي ټي پي بريدونه دې په افغانستان کې د طالبانو د دو فاکتو ادارې له خوا هدايت او يا هم کنترول شوي وي.»
اړونده موضوع: په افغانستان کې تر هوایي بريدونو وروسته پاکستان امنیتي تدابير کلک کړي
خو پر دې سربیره هم د ملګرو ملتونو کارپوهانو وويل: «د طالبانو په شمول دې ټول چارواکي له نوي سره د دې مخه ونيسي چې د ټي ټي پي په څېر ترهګرۍ ډلې د دوی د بهرنيو پولو دباندې ساحو په ګډون، د انسانانو د ژوند حق تهديد کړي.»
دې کارپوهانو له دواړو اړخونو د نړيوالو حقونو د رعايت کولو او د ملکيانو د ساتنې غوښتنه کړې دا چې د يوه سوله ایز حل لټه وکړي.