د دوحې غونډي ته د افغانستان د هيئت سفر ولي وځنډېد؟
۱۳۹۸ فروردین ۲۹, پنجشنبهپتېيل سوې وه چي په دوحه کي د طالبانو له استازو سره د «بين الافغاني» غونډي له پاره له افغانستان څخه ۲۵۰ کسان د حکومت د استازو په گډون قطر ته سفر وکړي. خو دغه سفر ځنډول سوی دی.
دغي غونډي ته د افغانستان د هيئت يوه غړي د نوم نه ښوولو په شرط دويچه ويله ته وويل چي دغه سفر اوس ځنډول سوی دی. هغه وويل چي دوی ته د جمهوري رياست له خوا ويل سوي دي چي دغه سفر کيدای سي سبا وي.
يوې بلي سرچينې چې له نژدې له دې موضوع سره اړيکي لري او نه يې غوښتل نوم يې واخيستل سي وويل چي د دغه هيئت سفر اوس ځنډېدلی دی او نن ماسپښين به ئې په اړه پريکړه کيږي.
خو د آلمان خبري آژانس (ډي پي اې) د افغانستان د جمهوري رياست د کارکوونکي په حواله ويلي دي چي د دوحې غونډه تر نامعلوم وخته پوري ځنډول سوې ده.
دغي سرچينې چي د نوم نه ښوولو په شرط يې له آژانس سره خبري کړي دي، ويلي دي چي د افغانستان د هيئت او طالبانو د استازو ترمنځ غونډه چې د جمعې ورځي ته پلان سوې ده ځنډېدلې ده. هغه نه دي ويلي چي غونډه به څه مهال وي.
په پلان کي وه چي د قطر غونډه د اپريل مياشتي له ۱۹ (سبا د جمعې له ورځي) څخه تر ۲۱ پوري په دوحه کي د افغانستان د هيئت او طالبانو د استازو ترمنځ جوړه سي.
د دغه هيئت يوه غړي وويل چي د دغه سفر ځنډ کيدای سي دوه دليله ولري: «يو دا چي کيدای سي هغه طالب استازي چي بايد قطر ته ولاړ سي تر اوسه پوري تکميل سوي نه دي، ځکه د هغوی ځيني په افغانستان او ځيني تر هيواد دباندي دي. او دوهم دليل دا دی چي د افغانستان د حکومت له خوا د ۲۵۰ کسيز هيئت ټاکل طالبانو ته د منلو نه دي.»
پ.ع، ن.ز