طالبان: زموږ په استازو کي ښځي نسته
۱۳۹۸ فروردین ۲۷, سهشنبهد وسله والو طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د اپريل ۱۶مه) په خپل تويتر کي ليکلي دي چي له رويترز خبري آژانس سره د ده خبري غلطي تعبير سوي دي.
هغه په درو ژبو پښتو، دري او انگليسي ليکلي دي: «ما ويلي دي چي په راتلونکي بين الافغاني کنفرانس کي به يو شمېر ښځي هم گډون کوي، لکه دا کار د مسکو په کنفرانس کي هم شوی وو. خو له امريکا سره په مذاکراتي ټيم کې د ښځو د گډون خبره موږ نه ده کړې او نه يې هم اړتيا ليدل کيږي.»
تر دې وړاندي رويترز خبري آژانس ليکلي ول چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له دوی سره په تليفوني خبرو کي وویل: «د دوحې په ملاقات کې به د طالبانو په پلاوي کې میرمنې هم حضور ولري.»
ياد آژانس لیکلي ول چې مجاهد که څه هم د دغو میرمنو د نومونو په هکله څه ونه ویل خو زیاته یې کړه چې یادې میرمنې د طالبانو د جګپوړي پلاوي له غړو سره کورنۍ اړیکې نه لري او دا چې دوی د افغانستان له داخل او دباندي څخه عادي افغان میرمنې دي او دغه میرمنې د طالبانو د تحریک د هڅو برخه او ملاتړي دي.
رويترز دغه راز ليکلي ول چې سربیره پر دې د طالبانو ویاند پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې یادې میرمنې به د افغانستان د مدني ټولنې له فعالانو او سیاسي استازو سره په خبرو کې ګډون وکړي او له امریکايي چارواکو سره به په خبرو کې برخه ونه لري.
N.Z/K.H