1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د خامنه ای د مړینې احتمال

زمزمه نیازۍ آزانسونه
۱۴۰۴ اسفند ۹, شنبه

پر تهران د امریکا او اسرائیلو تر بریدونو وروسته، د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي چې نښانې د ایت الله خامنه ای مړینه ښيي.

https://p.dw.com/p/59bAc
Iran Teheran 2026 | Ajatollah Ali Chamenei spricht zu Protesten in der Hauptstadt
انځور: Iranian Leader Press Office/Anadolu Agency/IMAGO

اسرائیلي چارواکو د اسوشیټیډ پریس خبري آژانس ته ویلي دي چې د ایران روحاني مشر ایت الله علي خامنه اي، احتمالا وژل شوی دی.

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو، په یوې تلویزیوني وینا کې وویل چې «زیاتیدونکې نښې نښانې » شته چې د خامنه اي د اوسیدو پر ځای په ترسره شوي برید کې دې نوموړی وژل شوی وي.

د نتنیاهو له وینا وروسته دوه نورو لوړپوړو اسرائیلي چارواکو هم تائید کړه چې د ایران دغه روحاني مشر وژل شوی دی. دغو دوه چارواکو د نوم د نه ښودلو به شرط ویلي چې رسمي اعلان ته په تمه دي.

اړوند مطلب: آلمان، بریتانیا او فرانسې د منځني ختيځ پر هېوادونو د ایران بریدونه وغندل

اسرائیلي رسنۍ «ان۱۲» ویلي چې د دوی د هیواد لومړي وزیر نتنیاهو ته د خامنه یي د مرګ ثبوت ښودلی دی. خامنه اي د ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب د مشر روح الله خمیني، ځای ناستی دی. هغه په ټولو لویو پالیسیو کې وروستۍ پریکړه کوله.

د دویچه ویله خبریاله زمزمه نیازۍ
زمزمه نیازۍ د سیاسي خپرونو چلونکې، خبریاله چې تر ډیره مې تمرکز د ښځو،بشري حقونو کډوالۍ برخه کې ده.