د جنګي جنایت تورونه؛ پخوانی استرالیایي عسکر په ضمانت خوشی شو
۱۴۰۵ فروردین ۲۸, جمعه
تیره اونۍ پولیسو د استرالیا یو ویاړلی ۴۷ کلن پخوانی عسکر بن رابرتز سمیت، د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ د پنځو ملکي افغانانو د قتل اړوند قضیه کې د جنګي جنایت په تور نیولی وو. هر یو د دغو تورونو د ثابتیدو په صورت کې کېدای شي د ابدي حبس سزا ولري.
سمیت په کومو شرایطو خوشی شوی؟
رابرتز سمیت چې د ویډیوي کنفرانس له لارې یې د محکمې په استماعیه غونډه کې ګډون کړی و، د وثیقې د شرایطو له مخې د سفري محدودیتونو سربیره، باید۲۵۰ زره استرالیایي ډالره (۱۸۰ زره امریکایي ډالرو معادل) په ضمانت کې ورکړي او د دوسیې له هر یوه شاهد سره له اړیکې نیولو ډډه وکړي.
رابرتز سمیت له یوې اونۍ د ډیرې مودې راهیسې بندي و. وروسته له دې چې پولیسو په لومړیو کې د ضمانت په بدل کې د نوموړي د خوشې کیدو مخالفت وکړ، د سمیت حقوقي ټیم د هغه د ضمانت د ارزونې په خاطر حضوري جلسې ته منتظر و.
رابرتز سمیت په پرله پسې ډول پر ده لګول شوي تورونه رد کړي دي، هغه تورونه چې اکثره یې د لومړي ځل له پاره په ۲۰۱۸ م کال کې د «ناین انټرټینمنټ» په ورځپاڼه کې خپاره شوي ول.
د استرالیا پولیس ادعا کوي چې قربانیانو د وژل کیدو پر مهال په نښتو کې ګډون نه درلود او په داسې وخت کې چې بې وسلې، بندیان او د استرالیایي ځواکونو تر کترول لاندې وو، وژل شوي دي.
همدرانګه پولیس ادعا کوي چې قربانیان یا خو د تورن کس په وسیله او یا هم د ده په امر او موجودیت کې د ده د لاس لاندې سرتیرو په وسیله په ډزو ویشتل شوي او وژل شوي دي.
په یوه جلا دوسیه کې بیا رابرتز سمیت د هغو تورونو له امله چې په رسنیزو رپوټونو کې پر ده لګول شوي و، د هغه د بدنامه کولو پر ضد دعوی، د رسنیو پر وړاندې بایللې وه.