د ایران پوځي چارواکي: له امریکا سره د بیا ځلې جنګ احتمال شته
۱۴۰۵ اردیبهشت ۱۲, شنبه
د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې ایران د پنجشنبې په ماښام د مذاکراتو د پیل له پاره یو لړ شرایط د امریکا او ایران ترمنځ منځګړي پاکستان ته سپارل شوي، خو د هغې جزییات یې نه دي ورکړي.
د ایران جګړه چې د روان کال د فبرورۍ په وروستیو کې د امریکا او اسراییلو له خوا په ګډه پیل شوې وه، د اپرېل له اتمې راهیسې تر یوه اوربند وروسته درېدلې ده، او تر اوسه په پاکستان کې د سولې د خبرو یوه ناکامه دوره ترسره شوې ده.
ټرمپ خبریالانو ته د ایران د مذاکراتو په هکله وویل: «په دې شیبه کې زه له هغه څه څخه راضي نه یم چې دوی [ایران] یې وړاندیز کوي». ولسمشر ترمپ د خبرو د ټکني کېدو پړه د ایران د مشرتابه ترمنځ «لوی اختلاف» وباله.
ترمپ زیاته کړه: «ایا موږ غواړو لاړ شو او هغوی په بشپړه توګه وځپو او د تل له پاره یې ختم کړو. که موږ غواړو هڅه وکړو چې یوه موافقه وکړو؟» هغه وویل چې دی به «د انساني لحاظه» لومړۍ لارې ته «ترجیح ورنه کړي».
د شنبې په سهار، د ایران د پوځ د مرکزي قوماندې یو لوړپوړي چارواکي محمد جعفر اسدي، د فارس خبري اژانس له قوله وویل چې «د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې بیا پیل احتمالي دی». اسدي زیاته کړه: «شواهدو ښودلې ده چې امریکا له هېڅ ژمنې یا هوکړې ته ژمنه نه ده.»