1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
په ژوندۍ بڼه
شخړيایران

اسرائيل د ایران د استخباراتو وزیر د وژلو ادعا وکړه

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس، فرانس پريس، رويترز، ډي پي ای | زمزمه نیازۍ
خپور شوی ۱۴۰۴ اسفند ۲۶, سه‌شنبهوروستی بدلون ۱۴۰۴ اسفند ۲۸, پنجشنبه

د اسرائیلو د دفاع وزیر کاتز ویلي چې د ایران د ملي امنیت شورا مشر علي لاریجاني او د بسیج ځواک مشر «تیره شپه وژل شوي دي.»

https://p.dw.com/p/5AXUT
اسرائيل په یوه تازه ادعا سره د ایران د استخباراتو د وزیر د وژلو ادعا وکړه
اسرائيل په یوه تازه ادعا سره د ایران د استخباراتو د وزیر د وژلو ادعا وکړه انځور: Iranian Presidency/ZUMA/picture alliance
د هغه څه چي بايد په پوه سئ له برخې تیريدل

هغه څه چي بايد په پوه سئ

  • اسرائيل په یوه تازه ادعا سره د ایران د استخباراتو د وزیر د وژلو ادعا وکړه
  • اسرائيل ويلي دي چې په تازه بريدونو کې یې د ایران د ملي امنيت د شورا مشر او بسيج ځواکونو مشر وژلي دي.
  • ایران تر اوسه د دې دوو لوړپوړو چارواکو د وژل کيدو خبر نه دی تائيد کړی. 
  • اسرائيل د سې شنبې په ورځ په بیروت او تهران کې د نويو بريدونو خبر ورکړی. 

په دې مطلب که تاسې د ایران د جګړې په اړه د سې شنبې، مارچ د ۱۷مې نیټې تازه تحولاتو په اړه لوستلی شئ. 

د ترمپ: که پر قطر برید بند نه سي جنوبي پارس به نابود کړو له برخې تیريدل
۱۴۰۴ اسفند ۲۸, پنجشنبه

ترمپ: که پر قطر برید بند نه سي جنوبي پارس به نابود کړو

د امریکا ولسمشر اعلان وکړ چې هغه او هیواد یې له دې مخکې خبر نه وو چې د ایران د پارس جنوبي ګازي میدان باندې برید اسرائیل کړی. ټرمپ همدا راز له ایران وغوښتل چې پر قطر بریدونه ودروي که نه، نو جنوبي پارس به له منځه یوسي.

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ترمپ گواښ کړی دی، چې که پر قطر باندې د ایران بریدونه ونه درول سي، امریکا به دغه ډگر "په پراخه کچه" په نښه کړي.

هغه ادعا وکړه چې د اسرائیلو په عملیاتو کې "د دغه میدان پر یوې کوچنۍ برخې" برید ترسره سوی او ایران چې د نوموړي برید په هکله یې کافي معلومات نه درلودل، په "غیرعادلانه ډول" یې د قطر د مایع گازو تاسیسات په نښه کړي دي.

ایران پس له هغه چې د جنوبي پارس د گازو میدان تر برید لاندې راغی، د قطر او د فارس د خلیج د حوزې د څو نورو هیوادونو په وړاندې په بریدونو لاس پورې کړ. دغه اقدام د نړیوالې انرژۍ د تأمین د اوږدمهالو ستونزو په هکله د اندیښنې سبب سو. 

ترمپ د دې خبرې په ټینگار سره چې اسرائیل به بیا پر دغه میدان برید ونکړي، خبرداری ورکړ چې که ایران یو ځل بیا "په اشتباهي توگه" پر قطر برید وکړي چې په دې صورت کې به امریکا "د اسرائیل په همکاري او یا هم پرته له هغه" په "بې ساري شدت سره د گازو پر دغه میدان برید" ترسره کړي.

https://p.dw.com/p/5Afom
د ايراني رسنۍ: د هیواد جنوب کې د طبيعي ګازو تأسيسات هدف ګرځېدلي له برخې تیريدل
۱۴۰۴ اسفند ۲۷, چهارشنبه

ايراني رسنۍ: د هیواد جنوب کې د طبيعي ګازو تأسيسات هدف ګرځېدلي

په دې انځور کې په ایران کې د نفتو تأسیسات لیدل کیږي
اسرائیلي رسنیو ویلي دي چې په عسلویه کې تأسیسات هدف ګرځیدلي ديانځور: Vahid Salemi/AP/picture alliance

د ايران دولتي رسنيو راپور ورکړی چې د ایران په جنوب کې د فارس جنوبي د طبيعي ګازو د ستر ميدان اړوند تأسيسات د چهارشنبې په ورځ د بريد هدف ګرځېدلي دي. د دې بريد د ترسره کوونکي په اړه هېڅ جزئيات نه دي وړاندې شوي.


د ايران دولتي ټلوېزيون او دولتي خبري اژانس راپور ورکړی چې د هېواد په جنوب کې د عسلویه په سيمه کې موقعيت لرونکي د جنوبي فارس د ګازو ستر میدان تأسيسات د بريد هدف ګرځېدلي دي.


دا د ګاز ميدان د ايران او قطر ترمنځ ګډ دی، د ایران هغه ګاونډی هېواد چې تهران د امريکا او اسرائيلو د بريدونو په ځواب کې، څو ځله د دغه او د خليج فارس د نورو هېوادونو تأسيسات په نښه کړي دي.


که څه هم دا روښانه نه وه چې پر ګازي تأسيساتو بريد د امريکا له خوا شوی که د اسرائيلو له لوري، خو امريکايي ځواکونو په ډیری مورادو کې د ايران په جنوب کې عمليات کړي دي.
 

https://p.dw.com/p/5Ad2Q
د اسرائیل وایي د ایران د استخباراتو مشر اسماعیل خطیب وژل شوی له برخې تیريدل
۱۴۰۴ اسفند ۲۷, چهارشنبه

اسرائیل وایي د ایران د استخباراتو مشر اسماعیل خطیب وژل شوی

د ایران د استخباراتو وزیر تر لاریجاني وروسته دوهم جګپوړی چارواکی دی چې اسرائیل یې د وژلو ادعا کړې.
اسرائیل وایي د ایران د استخباراتو مشر اسماعیل خطیب وژل شویانځور: Iranian Presidency/ZUMA/picture alliance

په داسې حال کې چې د لوړپوړو ایراني چارواکو د وژل کېدو راپورونه زیات شوي دي، اسرائیل ادعا کوي چې دایران د اطلاعاتو [استخباراتو] وزیر اسماعیل خطیب وژل شوی، خو تهران تر اوسه دا خبره نه ده تایید کړې.

د اسرائیلو د دفاع وزیر د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ایران د اطلاعاتو وزیر، اسماعیل خطیب، له منځه وړل شوی دی. ایران تر اوسه د خطیب د وژل کېدو خبر تایید کړی نه دی خو که د هغه وژل کېدل تایید شي، نو دا به د اسرائیلو له خوا د ایراني لوړپوړو چارواکو د وژل کېدو تازه پېښه وي.

تېره ورځ د ایران له لوري تایید شوه چې علي لاریجاني، د ایران د ملي امنیت شورا سکرتر، او په ایران کې د بسیج نیمه ‌نظامي واحد مشر، غلام رضا سلیماني هم وژل شوي دي.

آیت‌الله علي خامنه ‌اي، د ایران پخوانی مشر، هم د امریکا او اسرائیلو د ګډو عملیاتو په لومړۍ ورځ د فبرورۍ په ۲۸ مه وژل شوی و. 
 

https://p.dw.com/p/5AcoD
د امریکا د ایران د توغندیو سایټونه په بنکر ماتوونکو بمونو وویشتل له برخې تیريدل
۱۴۰۴ اسفند ۲۷, چهارشنبه

امریکا د ایران د توغندیو سایټونه په بنکر ماتوونکو بمونو وویشتل

احمد حکيمي | د فرانسې خبري آژانس
USA 2026 | Precision Strike Missiles der US-Armee bei der Operation Epic Fury gegen den Iran
انځور: US Central Command/AFP

د امریکا پوځ اعلان کړی چې د سې ‌شنبې په ورځ یې د هرمز تنګي ته نږدې د ایران د توغندیو مرکزونه د درنو  بمونو په وسیله ویشتلي دي. امریکا دا اقدام نړیوالې کښتۍ چلونې ته د ګواښ د مخنیوي له پاره اقدام بللی دی.

د امریکا پوځ اعلان وکړ چې د سې‌ شنبې په ورځ یې د هرمز تنګي ته نږدې د ایران د توغندیو مرکزونه د «بنکر ماتوونکو» بمونو په استفادې سره هدف ګرځولي دي. 
په سیمه کې د امریکا مرکزي قوماندانۍ یا سنټکام په ایکس شبکه کې په یوه خپاره شوي بیان کې ویلي: «امریکايي ځواکونو د څو داسې پنځه زره پونډه ژور نفوذ کوونکو بمونو په کارولو سره د ایران د توغندیو مرکزونه، چې د دې هېواد د ساحل په اوږدو کې د هرمز تنګي ته نږدې موقعیت لري، په نخښه کړل.»
د سنټکام د بیان له مخې، د ایران د کښتۍ ضد توغندي چې په دغو مرکزونو کې ځای پر ځای شوي ول، «په هرمز تنګي کې د نړیوالې کښتۍ چلونې له پاره یو ګواښ» و. دا ځانګړي بمونه د امریکا متحده ایالاتو د هغو پیاوړو وسلو څخه دي چې امریکا یې د مهمو تاسیساتو یا د ځمکې لاندې پټنځایونو د لمنځه وړلو له پاره کاروي. 
د امریکا متحده ایالاتو له لوري پر ایران باندې دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې په هرمز تنګي کې د کښتیو تګ راتګ نیږدې دریدلی دی ځکه چې ایران د بېړیو د هدف ګرځولو ګواښ کړی دی. د اوبو دې لارې په تړل کېدو سره، چې د نړۍ یو پر پنځمه برخه نفت ترې تېرېږي، د نفتو نړیوالې بیې لوړې شوې دي.

https://p.dw.com/p/5Abhd
د د اماراتو پر بندرونو بريدونو د نفتو د باريدو عمليات اخلال کړي له برخې تیريدل
۱۴۰۴ اسفند ۲۶, سه‌شنبه

د اماراتو پر بندرونو بريدونو د نفتو د باريدو عمليات اخلال کړي

ایران د خليج فارس پر عربي هېوادونو د توغندیو او ډرون بريدونو ته دوام ورکړی دی.

د سې شنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو د فجيره بندر د نفتو د صادراتو په يوه ترمينال کې تر يوه بريد او اورلګېدنې وروسته د نفتو بارولو بند شول.

سيمه ایزو چارواکو وويل چې پر دې بندر په تیرو څلورو ورځو کې په ترسره شوي دغه درېم بريد کې چا ته زيان نه دی اوښتی.    

خبري آژانسونو د باخبره سرچینو له قوله رپوټ ورکړی دی چې په دې تاسیساتو کې د خامو نفتو د بارولو چارې ځنډول شوي دي. 

https://p.dw.com/p/5AYeb
د قطر د دوو توغنديو د خنثی کولو خبر ورکړی له برخې تیريدل
۱۴۰۴ اسفند ۲۶, سه‌شنبه

قطر د دوو توغنديو د خنثی کولو خبر ورکړی

په فجير بندر کې د اورلګیدنې وروسته دود پورته کیږي.
د متحده عربي اماراتو د فجيره بندر په تکراري ډول د ایران له خوا په نخښه شوی انځور: AFP

د قطر د دفاع وزارت د سې شنبې په ورځ وويل چې د دوو توغنديو مخه یې نيولې ده. 

د فيبرورۍ پر ۲۸ د ایران پر وړاندې د اسرائيل او امريکا د ګډو عملياتو له پېل راهېسې، قطر په څو ځلي د ایران له لوري د بريدونو هدف ګرځېدلی دی.

قطر د العديد د هوايي اډې کوربه دی چې په منځني ختيځ کې د امريکا تر ټولو ستره پوځي اډه ده.  
 
د فرانسې خبري آژانس يوه خبريال خبر ورکړی چې د سې شنبې په ورځ په دوحه کې تر هغه وروسته د چاودنې غږ واورېدل شو چې قطر اعلان وکړ د توغندیز بريد مخه یې نيولې ده. 

د قطر د دفاع وزارت په ايکس شبکه کې ليکلي چې د دغه هېواد وسله والو ځواکونو د «يوه توغندیز بريد چې د قطر دولت یې هدف ګرځولی وو،» مخه نیولې ده. 

په سملاسي توګه د احتمالي تلفاتو او يا هم د زيان اوښتو په اړه هیڅ خبرونه نه دي خپاره شوي. 

https://p.dw.com/p/5AYdr
د ملګري ملتونه وايي د منځني ختیځ کړکيچ کيدای شي نور ۴۵ میليونه کسان له لوږې سره مخامخ کړي له برخې تیريدل
۱۴۰۴ اسفند ۲۶, سه‌شنبه

ملګري ملتونه وايي د منځني ختیځ کړکيچ کيدای شي نور ۴۵ میليونه کسان له لوږې سره مخامخ کړي

په تهران کې د يوه بريد وروسته خلک پاک کارۍ بوخت دي.
د سره صليب د ژغور عمله تر یوه بريد وروسته په مرستو بوخته ده. انځور: IRCS/ZUMA/IMAGO

د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام خبرداری ورکړی دی چې که چېرې د منځني ختیځ په هېوادونو کې کړکيچ دوام پيدا کړي نو ۴۵ میليونه اضافي کسان ښايي له لوږې سره مخامخ شي.  

د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام اجرائيوي مشر کارل سکاو، په ژنيو کې يوې مطبوعاتي غونډې ته وويل: «که چېرې د منځني ختيځ کړکيچ تر جون میاشتې غځيږي نو کیدای شي د بيو لوړېدو له کبله نور ۴۵ میليونه کسان له جدي لوږې سره مخ شي.» 

نوموړي وويل: «دا به په نړۍ کې د لوږې کچه د بل وخت په پرتله ريکاډ کچې ته پورته کړي او يوه ډېره ډېره ناوړه وړاندوېنه ده.»

هغه وويل چې دمګړۍ په نړۍ کې ۳۱۹ میليونه کسان د خوړو له جدي ناخونديتوب سره مخامخ دي. 
سکاو، وويل چې د فيبرورۍ پر ۲۸مه نيټه پر ایران باندې د امريکا او اسرائيل له بريدونو راهېسې د دوی د بار وړولو بیې ۱۸ سلنه لوړې شوي دي.

نوموړي وويل چې اضافي لګښت او همدا راز په مصارفو کې سپما سره مل دي ځکه بسپنه ورکوونکي ډېر مصرف پر خپله دفاع باندې کوي. 

https://p.dw.com/p/5AYCE
د په بغداد کې د امريکا سفارت د توغنديو او ډرونو هدف ګرځيدلی له برخې تیريدل
۱۴۰۴ اسفند ۲۶, سه‌شنبه

په بغداد کې د امريکا سفارت د توغنديو او ډرونو هدف ګرځيدلی

د عراق امنيتي سرچينو ويلي دي چې په بغداد کې د امريکا سفارت د سې شنبې پر سهار د راکټي او ډرون بريدونو هدف ګرځيدلی دی. 

د هغوی په خبره د عراق دافع هوا سیسټم يو توغندي او ډرونونه نيولي او په پېښه کې څوک ټپي شوی نه دی. خو زیاته شوې ده چې د توغندي او ډرونونو پارچې د امريکا د سفارت ساحې ته داخلې شوي چې د چاودنې باعث شوي. 

ترمپ له ناټو او چين څخه د هرمز تنګي د امنيت په تامينولو کې د مرستې غوښتنه وکړه

په يوه جلا بريد کې د بغداد په الجادريه سيمه کې د ولسمشرۍ ماڼۍ په کمپلېکس کې يو کور هم هدف ګرځيدلی دی. 

په عراق کې د ایران له ملاتړه برخمنې وسله والې ډلې د دې بريدونو چې په عراق کې د امريکا تاسیسات په نخښه کوي، اصلي شکمن عاملين ګڼل کيږي.  

https://p.dw.com/p/5AXqt
د اسرائیل: د ایران دوه لوړپوړي چارواکي مو وژلي دي له برخې تیريدل
۱۴۰۴ اسفند ۲۶, سه‌شنبه

اسرائیل: د ایران دوه لوړپوړي چارواکي مو وژلي دي

د اسرائیلو د دفاع وزیر کاتز نن سه شنبه د (د ۲۰۲۶م کال د مارچ ۱۷ ) ویلي چې د اسرائیلو د پوځ مشر خبر ورکړی چې د ایران د ملي  امنیت شورا مشر لاریجاني او د تهران د پوځي بسیج مشر غلام رضا سلیماني « تیره شپه وژل شوي دي.


که تهران دغه موضوع تایئد کړي دا به د ایران د ستر مذهبي مشر علي خامنه اي، او یو شمیر نورو لوړپوړو چارواکو  له وژل کيدو وروسته چې د فيبرورۍ پر ۲۸مه نيټه ووژل، نور ډېر مهم لوړپوړي چارواکي وي چې وژل کیږي.


د اسرائیلو د لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو دفتر  د نوموړي تليفون په لاس يو انځور خپور کړی چې ورسره  لیکل شوي: «لومړي وزیر بینامین نتنیاهو د ایران د لوړ پوړو چارواکو د لمنځه وړلو امر کړی دی.»

ترمپ له ناټو او چين څخه د هرمز تنګي د امنيت په تامينولو کې د مرستې غوښتنه وکړه

د اسرائیل پوځ وړاندې ویلي و چې د بسیج پوځ مشر سردار سلیماني، یې په یوه «دقیق برید کې په تهران کې» وژلی دی.


د اسرائيل پوځ تیره ورځ دوشنبه د مارچ به ۱۶ اعلان وکړ چې د بسیج پوځ مشر غلام رضا سلیماني چې له تیرو شپږ کلونو یې دغه دنده درلوده وژلی دی.


د اسرائيل پوځ ویلي چې بسیج پوځ د ایران د سپاه پاسدران یو رضاکاره ډله ده چې وروستیو اعتراضونو کې یې «د ځپلو اصلي عملیاتو مشري» په غاړه وه.


د خلکو له خوا د ایران د حکومت په مخالفت دغه اعتراضونه چې ورځ تر بلې پراخیدل او په جنورۍ کې خپل اوج ته ورسیدل، له جدي ځپلو سره مخ شول.
د بشري حقونو ډلو په وینا دغو بریدونو کې زرګونه کسان ووژل شول او لسګونه زره نور ونیول شول.

https://p.dw.com/p/5AXVY
د نورو پستونو ښودل
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د دویچه ویله خبریاله زمزمه نیازۍ
زمزمه نیازۍ د سیاسي خپرونو چلونکې، خبریاله چې تر ډیره مې تمرکز د ښځو،بشري حقونو کډوالۍ برخه کې ده.