1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
په ژوندۍ بڼه

د ایران جګړه؛ تهران وايي د امریکا وړاندیز ته یې ځواب ورکړی

نجيب الله زيارمل
خپور شوی ۱۴۰۵ اردیبهشت ۲۸, دوشنبهوروستی بدلون ۱۴۰۵ اردیبهشت ۲۸, دوشنبه

د امریکا ولسمشر خبرداری ورکړ چې ایرانیان باید موافقه وکړي که نه «له هغوی څخه به شی پاته نه سي». تهران ویلي دي چي د جګړې د پای ته رسولو له پاره یې د امریکا وروستي وړاندیز ته ځواب ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/5Duos
يوه ښځه د ايران پر يوه سړک د دغه هيواد بيرغ لېږدوي
ایراني رسنيو د جګړې د پای ته رسولو له پاره د امریکا وړاندیز «مبالغه» توضيف کړیانځور: Atta Kenare/AFP
د هغه څه چي بايد په پوه سئ له برخې تیريدل

هغه څه چي بايد په پوه سئ

  • د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ پر ایران فشار زیات کړی چي یوې هوکړې ته ورسیږي

  • ايران وايي د امريکا وروستي وړانديز ته يې جواب ورکړی دی

د ایران وايي د جګړې د پای له پاره یې د امریکا وروستي وړاندیز ته ځواب ورکړی دی له برخې تیريدل
۱۴۰۵ اردیبهشت ۲۸, دوشنبه

ایران وايي د جګړې د پای له پاره یې د امریکا وروستي وړاندیز ته ځواب ورکړی دی

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند اسماعيل بقايي
د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند اسماعيل بقاييانځور: Foad Ashtari/SOPA Images/IMAGO

ایران د دوشنبې په ورځ وویل چي د جګړې د پای ته رسولو له پاره یې د امریکا نوي وړاندیز ته ځواب ورکړی دی، او زیاته یې کړه چي د منځګړي له لاري د نظر تبادلې هم رواني دي. دا په داسي حال کي ده چي د ايراني رسنيو په ځينو راپورونو کي د واشنګټن غوښتني «مبالغه» توصيف سوي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي په یوه خبري کنفرانس کي وویل: «لکه څنګه چي موږ پرون اعلان وکړ، زموږ نظرونه امریکايي اړخ ته رسول سوي دي.»

هغه وويل چي د نظرونو تبادله «د منځګړي پاکستان» له لاري دوام لري.

یوې پاکستاني سرچیني چې له دې هڅو سره بلد ده، رويترز خبري آژانس ته وویل چي د جګړې د پای ته رسولو له پاره د ایران د وړاندیز یوه اصلاح سوې بڼه متحده ایالاتو ته وړاندي سوې ده.

دغي سرچینې د موجوده اختلافاتو د لېرکولو د امکاناتو په اړه د پوښتني په جواب کي وويل: «موږ ډیر وخت نه لرو». هغه زیاته کړه چې دواړه خواوې په دوامداره توګه خپل شرایط بدلوي.

https://p.dw.com/p/5Dus9
د ایران ته د ټرمپ خبرداری؛ «وخت په ختمېدو دی» له برخې تیريدل
۱۴۰۵ اردیبهشت ۲۸, دوشنبه

ایران ته د ټرمپ خبرداری؛ «وخت په ختمېدو دی»

د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ د جګړې د پای ته رسولو له پاره يوې موافقې ته د تهران د اړکولو په هڅه کې يو وار بيا د ايران د ويجاړولو ګواښ کړی دی.

ټرمپ پر خپلې سوشیل تروث خواله رسنۍ لیکلي: «د ایران له پاره وخت پر تېرېدو دی او غوره به وي، چې هر څومره ژر کېږي اقدام وکړي. له دې پرته به یې هېڅ څه هم پاتې نه شي».

د اپریل په لومړیو کې د امریکا او ایران تر منځ پر اوربند هوکړه وشوه، چې ټرمپ هغه وغځاوه، خو د ایران د جګړې د پای له پاره لا هم کومه بنسټیزه هوکړه نه ده شوې.

د متحده ایالاتو ولسمشر ټرمپ تېره اونۍ وویل، چې اوربند « په ډېر نازک حالت» کې دی.

ټرمپ پخوا هم په تونده لهجه ایران ته خبرداری ورکړی، چې «ټول تمدن» به یې له منځه ولاړ شي او ګواښ يې کړی وو چي په قصدي توګه به ملکي زېربناوي په نخښه کړي، ترڅو تهران د واشنګټن شرايط ومني.

https://p.dw.com/p/5Dupk
د نورو پستونو ښودل