1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان حکومت پر چين باندې نيوکه کړی ده

۱۳۸۷ فروردین ۲۳, جمعه

برلين: د آلمان حکومت د تبت په باب د لويديزو رسنيو د رپوټونو پر ضد، د چين د هېواد پر مبارزو او درېز باندې نيوکه کړېده.

https://p.dw.com/p/Dfvk
د آلمان په هامبورگ ښار کې د چين د تبت سياست پر ضد د لاريون يوه برخه
د آلمان په هامبورگ ښار کې د چين د تبت سياست پر ضد د لاريون يوه برخهانځور: AP

د بهرنيو چارو په وزارت کې د دولتي چارو مسئول گرنوت ايلر د آلمان اتحادي جرگې ته د يوې ځانگړې غونډې په موقع وويل، هېڅوک نه غواړي، چې د چين هېواد ته بېځايه زيان ورسوي. خو د چين اداره دا حق نه لري چې اول ټول بهرني ژورنالستان له تبت څخه وباسي او بيا د غلطو رپوټونو تور پرې پورې کړي.
ايلر له دواړو خواوو څخه وغوښتل چې له زورزياتي څخه ډډه وکوي.

د آلمان د کورنيو چارو وزير وولفگنگ شويبله هم دچين له حکومت څخه هيله کړېده، چې د المپيايي لوبو په اړوند ځينې آزادۍ ومني. شويبله، څوک چې د سپورټي لوبو مسئول هم دئ، په پيکنگ کې د المپيايي لوبو له بايکاټ سره خپل مخالفت څرگند کړ.