1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دوه مجرم افغان مهاجر له آلمان څخه اخراج شوي

رضا شیرمحمدی
۱۴۰۵ فروردین ۴, سه‌شنبه

آلماني چارواکو ويلي دي چې دوه افغان مهاجر چې جرمونه یې کړي ول، په دې وروستيو کې له هامبورګ څخه افغانستان ته اخراج شوي دي.

https://p.dw.com/p/5B1wZ
يوه الوتکه د پرواز په حال کې ليدل کيږي.
د هامبورګ چارواکو ويلي دي چې دا دواړه کسان په زندان کې وو او بیا وروسته په عادي پروازونو کې د استانبول له لارې کابل ته اخراج شوي دي.انځور: Daniel Kubirski/picture alliance

د هامبورګ چارواکو ويلي دي چې دا دواړه کسان په زندان کې وو او بیا وروسته په عادي پروازونو کې د استانبول له لارې کابل ته اخراج شوي دي.

چارواکو ويلي دي چې له دوی څخه یې يو ۳۰ کلن نارينه دی چې د بدني جراحت اړولو او پر قانون پلي کوونکو مامورينو باندې د حملې په ګډون جرمونو له کبله محکوم شوی وو.

اړونده موضوع: آلمان ۲۰ تنه مجرمين په چارتر پرواز کې افغانستان ته اخراج کړي

دويم کس يو ۳۲ کلن دی چې هغه هم په تکراري ډول د بريدونو، وسله والې غلا او ګواښلو له کبله مجرم پيژندل شوی وو.

له طالبانو سره د آلمان د فدرالي حکومت لانجمنه اړيکه

د آلمان حکومت کابو يوه میاشت مخکې اعلان کړی وو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو پر شديدو سربیره هم، په اوس وخت کې کابل ته د اخراج په اړه د سياست د تغیرولو کوم دليل نه ويني.

تر دې دمخه هم ۲۰ افغانان چې د جرمونو له کبله په سزا محکوم شوي ول، په يوه چارتر پرواز کې له لايپڅيګ ښاره کابل ته انتقال شوي ول.

اړونده موضوع: آلمان یو افغان او په نژدې پنځلس کلونو کې لومړنی سوريايي وګړی اخراج کړ

د آلمان د کورنيو چارو فدرالي وزارت هغه وخت ويلي ول چې دا لومړی چارتر پرواز دی چې د نورو هېوادونو له مرستې پرته او له طالبانو سره د يوه مستقيم توافق پر اساس ترتيب شوی دی.

په مخکنيو پروازونو کې قطر نقش لرلی وو.

له طالبانو سره د آلمان د فدرالي حکومت اړیکې بحثونه پارولي دي ځکه د آلمان دولت له طالبانو سره چې د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې افغانستان کې واک ته رسېدلي، هیڅ رسمي دپيلوماتيکي اړيکې نه لري. 

د طالبانو اداره د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو حقونو تر پښو لاندې کولو له کبله په نړيواله کچه منزوي دي.