حکمتیار: د امنیتي ګواښونو له امله مو د جمعې خطبه وځنډوله
د اسلامي حزب مشر اوس په لومړۍ ځل وروسته له هغې د جمعې د خطبې ځنډولو پرېکړه اعلان کړه، چې د تېر ۲۰۲۲ میلادي کال د ډیسمبر پر دویېمه نېټه یې د پلازمېنې کابل په دارالامان سیمه کې پر مسجد وسله وال برید وشو. هغه برید کې ده ته کوم زیان نه و رسېدلی؛ خو څو ساتونکي یې وژل شوي او ټپیان وو.
د ګلبدین حکمتیار له دفتره رسنیو ته استول شوي کلیپ کې هغه خپلو پلویانو ته په خطاب کې وویل: «د امنیتي لحاظه هم ستونزې وې. دا دی ګورو، چې پرلپسې عملیات کېږي. د وضعیت تقاضا دا ده، چې دا لړۍ د یو څه مودې له پاره متوقفه کړو، هغسې لکه د کرونا پر مهال چې متوقف وو. موږ له یوې بلې کرونا سره مخ یو. یو بل کرونايي حالت دی. تقاضا دا ده، چې احتیاطي تدابیر مراعت شي.»
ګلبدین حکمتیار د پرځول شوي جمهوري حکومت پر مهال د هغه وخت د ولسمشر محمد اشرف غني په غوښتنه حکومت سره سوله وکړه او له اوږدې مودې وروسته د عامو خلکو او رسنیو پر مخ راڅرګند شو.
د حجاب په اړه د حکمتیار خبرو ته د طالبانو غبرګون
له کله چې ګلبدین حکمتیار کابل ته ستون شوی، له هماغه وخته به یې هره جمعه په خپل مسجد کې خپلو پلویانو ته خطبه اوروله او د دیني مسایلو تر څنګ به یې پکې د هېواد، سیمې او نړۍ پر روانو سیاسي حالاتو خبرې هم کولې.
هغه تېر یوه نیم کال خپلو بیانونو کې د طالبانو ادارې له لوري پر نجونو د زده کړو د بندیزونو په ګډون پر ځینو مهمو مسایلو نیوکې کولې. تر اوسه افغانستان کې د طالبانو ادارې د ګلبدین حکمتیار د تازه پرېکړې او هغه ته د متوجه ګواښونو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.