جګپوړي امریکايي چارواکي افغانستان ته رسیدلي
۱۳۹۸ مهر ۲۹, دوشنبهد امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر مارک اسپر او د دې هیواد د استازو د مجلس مشرې او د ډیموکراتانو د ګوند غړې نانسي پلوسي په جلا سفرونو سره افغانستان ته رسیدلي دي.
دغو دواړو جګپوړو امریکايي چارواکو د نورو افغان حکومتي چاروکو په ګډون له ولسمشر غني سره هم کتلي دي. د افغانستان ولسمشرۍ ماڼې د یوې اعلامیې په خپرولو سره تائید کړي ده چې د امریکا د دفاع وزیر له ولسمشر غني سره په ارګ کې کتلي دي. مارک اسپر د تیرې یکشنبې په ورځ له وړاندې نه په نه اعلان شوي سفر کابل ته رسیدلي وو.
د ارګ له لوري په خپره شوې اعلامیې کې راغلي دي چې دواړو لورو په افغانستان، سیمه او له سیمې څخه بهر پر امنیتي مسایلو او د ترهګرۍ ضد مبارزې پر موضوعاتو خبرې کړي دي.
د روان کال په جولای میاشت کې د امریکا د دفاع وزیر په توګه تر ټاکل کیدو وروسته، دا افغانستان ته د مارک اسپر لومړنی رسمي سفر دی. اوسمهال امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د ناټو ماموریت په چوکاټ کې شاخوا ۱۴ زره سرتیري لري.
په عین وخت کې د ډیموکراتانو د ګوند جګپوړې غړې او د امریکا متحده ایالاتو د استازو د مجلس مشرې ناسني پلوسي دفتر وايي چې د ډيموکراتانو د ګوند د جګپوړو غړو په ګډون جګپوړی امریکايي پلاوی کابل ته رسیدلی دی.
د اعلامیې په حواله چې د یکشنبې په ورځ خپره شوې، یاد پلاوي د ولسمشر غني په ګډون له مهمو افغان چارواکو او د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر په ګډون له یو شمیر نورو امریکايي چارواکو سره ملاقاتونه کړي دي.
د امريکا دفاع وزير: د ځواکونو هر ډول وتل به د سولې يوه تړون په چوکاټ کې وي
اعلامیه همدا راز زیاتوي چې د امریکا د پارلمان پلاوي ته په افغانستان کې د امریکا سفر جان بس له طالبانو سره د مذاکراتو اړوند معلومات ورکړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له ۲۰۱۸م کال راهیسې امریکا متحده ایالات او طالبان د افغانستان د جګړې د پای له پاره په خبرو بوخت دي، داسې خبري چې څه موده وړاندې ولسمشر ترمپ د یوه ټویټري پیغام له لارې لغوه اعلان کړې.
بل لوري ته د ولسمشر ترمپ د یوه ټویټري پیغام په حواله، پلوسي او ورسره مل پلاوي د افغانستان تر سفر وروسته، اردون ته حرکت کړی څو په سوریه کې وضعیت له نیږدې وڅاري.
د امریکا او طالبانو تر منځ مذاکرات ښايي د اوونیو په جریان کې پیل شي
ترمپ په خپل ټویټري پیغام کې ليکلي: «هغه [ناسني پلوسي] اوس باید دا پیدا کړي چې ولې اوباما په ریګ کې سره کرښه ایستلي وه، او بیا یې وروسته هیڅ هم ونه کړل، سوریه او [زموږ] ټول درناوی یې له لاسه ورکړ.»
ولسمشر ترمپ په خپل ټویټ کې ليکلي دي: »ما خو یو څه وکړل، ۵۸ توغندي. د اوباما د اشتباه له کبله یو میلیون کسان مړه شول!.«