د امریکا او طالبانو تر منځ مذاکرات ښايي په اوونیو کې پیل شي
۱۳۹۸ مهر ۲۳, سهشنبهیوې سرچیني چې د نوم نه خپیریدو په شرط یې خبرې کړي دي د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې د افغانستان د شخړې د سوله ایزې حل لارې موندلو له پاره به خبرې اترې تر څلورو اوونیو په کم وخت کې پیل شي.
سرچینې زیاته کړې ده چې خبرې اترې به پر هغې نقطې چې ختمې شوې دي، بیرته پیل شي.
دغه څرګندونې د ګلبدین حکمتیار په مشرتوب حزب اسلامي د ګوند د مرستیال له خوا هم تائید شوې دي.
امریکا متحده ایالاتو په میاشتو د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالبانو سره خبرې اترې وکړې او یوه تړون ته سره ډیر نزدې شوي وو. خبره خو آن دومره پر مخ تللې وه چې د طالبانو یو پلاوی امریکا ته بلل شوی وو چې له ولسمشر دونالد ترمپ سره وویني.
خو ترمپ بیا په ناڅاپي توګه او د تویتر ټولنیزې شبکې له لارې خبرې اترې ودرولې. که امریکا او طالبان یو له بل سره یوه توافق ته رسیدلی وای نو وروسته به د افغانانو تر منځ هم مذاکرات پیل شوي وای.
(ms/nz (dpa