بریتانیا تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم له افغانستان سره مرسته کوي | دويچه ويله پښتو | DW | 16.10.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

بریتانیا تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم له افغانستان سره مرسته کوي

د بریتانیا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې بارونس سعیدې وارسي، د شې شنبې په ورځ افغانستان ته د خپل سفر پر مهال وویل چې هیواد به ئې تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې سرتیري و نه لري خو له دې هیواد سره به خپلې مرستې جاري وساتي.

هغې وویل چې انگلستان به د توکیو او شیکاگو په کنفرانسونو کې د شوو ژمنو په قالب کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. هغې په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیال سره په یوه گډ خبري کنفرانس کې زیاته چې نړیوالې ټولنې شل کاله مخې یوه اشتباه کړې وه او بیا به دغه اشتباه تکرار نه کړي.

اړوند مطالب