1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوچا: زده کړو ته د نجونو لاسرسی د افغانستان یوه جدي اړتیا ده

۱۴۰۱ اردیبهشت ۲۶, دوشنبه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ مشرې د قابله ګانو نړیوالې ورځې ته په اشارې سره په افغانستان کې د ښځو او نجونو د تعلیم پر اهمیت ټینګار وکړ.د طالبانو ویاند وايي چې د نجونو د تعلیم مسله به ژر حل شي.

https://p.dw.com/p/4BMu2
Taliban ordnen die Schließung von Mädchenoberschulen in Afghanistan an
انځور: Ahmad Sahel Arman/AFP/Getty Images

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) مشرې په افغانستان کې د نجونو له پاره د منځنیو ښوونځیو د تړل کېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

دغه دفتر مشرې ایزابیل موسارډ کارلسن په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې د نن ورځې د ښوونځي نجونې د سبا ډاکټرانې، قابلې، ښوونکې او انجینرانې دي.

هغې ټینګار وکړ چې د نجونو او ښځو له پاره ثانوي او لوړو زده کړو ته لاسرسی د بشري حقونو مسله او د افغانانو د راتلونکي له پاره یوه جدي اړتیا ده.

په افغانستان کې د نوي ښوونيز کال له پيل څخه څو مياشتې وروسته لا هم له  شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځيو ته له تګ څخه منع شوي دي.

د نړیوالې ټولنې پر پرله پسې او بیا بیا غوښتنو سره بیره هم  طالبانو تر اوسه په دې اړه پریکړه نه ده کړې.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د طالبانو حکومت به ډېر ژر د نجونو د ښوونځيو د پرانيستلو پرېکړه وکړي.

مجاهد زیاتوي: «د نجونو د تعلیم موضوع تر  کار او بحث لاندې ده. "هیله شته چې دا مسله به ژر حل شي، ځکه چې دا یوه اړتیا ده.»

د طالبانو ویاند ټینګار کړی دی چې د دوی اداره د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو او د ښوونځیو په جوړولو کې ډېرې ستونزې لري او له نړیوالې ټولنې او ګاونډیو هيوادونو د مرستې غوښتنه کوي.

امنيت شورا د طالبانو د حجاب فرمان په هکله بحث کوی

طالبانو په افغانستان کې واک ته له رسېدو وروسته پر ښځو او نجونو سخت بندیزونه ولګول.

له همدې امله د افغانستان د روغتیا سکتور د ښځینه نرسانو او قابلو له کمښت سره مخ دی.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، په ټول افغانستان کې ۳۵ زره قابلې ثبت شوې دي، خو د هغو محدودیتونو له امله چې دغه وزارت ورسره مخ دی په ټول افغانستان کې یوازې ۶ زره قابلې کار کوي.

د افغانستان په ځینو سیمو کې اوس هم لیسې پرانیستې دي؟

دغه هيواد داسې مهال د لوستو او ښځینه روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ دی چې د ملګرو ملتونو د وګړو  وجهي صندوق (UNFPA) په دې وروستیو کې په افغانستان کې د میندو د ناوړه وضعیت په اړه راپور کې اندېښنه ښولې.

 دغه اداره وايي چې افغانستان په اسیا کې د میندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري، چې په هرو ۱۰۰ زرو میندو کې  ۶۳۸ یې د اولاد د زیږون پر مهال مري.