1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په ځینو سیمو کې اوس هم لیسې پرانیستې دي؟

۱۴۰۱ اردیبهشت ۱۶, جمعه

طالبانو په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د نجونو تګ منع کړی دی، خو داسې ښکاري چې دغه ممنوعیت د ټول افغانستان په کچه نه شته. د ننګرهار ولایت په ځینو لیسو کې نجونې تر دولسم ټولګي زده کړې کوي.

https://p.dw.com/p/4AuSs
Kinderhilfe Afghanistan Hier baut die Kinderhilfe Afghanistan die Schule Islamabad Laghman
انځور: Kinderhilfe Afghanistan

د یوه شخصي سازمان په مرسته اوس هم د افغانستان په ځینو ولایتونو کي ښځینه زده کوونکي کولای سي تر دوولسم ټولگي پوري زده کړي وکړي. دغه سازمان په ۱۹۹۸ م کال کي دیوه آلماني نظامي ډاکټر په نوښت جوړ سوی دی.

د افغانستان له پاره له کوچنیانو څخه د ملاتړ یوه شخصي سازمان د پنجشنبې په ورځ د آلمان په بایرن ایالت کې وویل: »په ننگرهار ولایت کي د نجونو له پاره زموږ لیسو کي ټولي نجوني اوس هم کولای سي تر دوولسم ټولگي پوري خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي.« د نوموړي سازمان په خبرپاڼه کي دا هم راغلي:»زموږ د کمپیوټر د زده کړې ټولګي او د خیاطۍ کورسونه هم پرته له کوم خنډ څخه پرمخ ځي.«

د افغانستان له پاره له کوچنیانو څخه د ملاتړ نوموړی شخصي سازمان زیاتوي چي د طالبانو هغه مقررات چي نجونی دي یوازي تر اووم ټولگي پوري زده کړي وکړي »په ډیرو ولایتونو کي صدق کوي خو په ټولو ځایونو که نه.«

نوموړی سازمان په ۱۹۹۸ کال کي د آلمان د پوځ د یوه پخواني ډاکټر راینهارد اِیروز او د هغه د کورنۍ له خوا جوړ سوی دی. د هغوی د خپلو معلوماتو له مخي نن ورځ د هغوی د موسسې شاوخوا ۱۵۰۰ کارکوونکي په افغانستان کي بوخت دي او هلته د نجونو د ښوونځیو په شمول ۳۰ مکتبونه او یو پوهنتون پرمخ بیایي.

ایروز، د »دي څایت« په نامه اونیزي ورځپاڼې ته د پنجشنبې په ورځ ویلي دي چي د اړیکو او شخصي اعتماد له کبله، نجونې اوس هم کولی شي په ننګرهار ولایت کې د دې سازمان په درو لیسو کې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي. د نوموړي په خبره ټول مکتبونه د ځایی مخورو کسانو او روحانیونو په مشوره جوړ سوي دي. زیاته شوې ده چې د نوموړي ولایت د تعلیم او تربیې د ریاست سره هم نیژدې اړیکي موجودي دي. 

د نوموړي نظامي ډاکټر په حواله، د دغه مرستندویه سازمان تر رسمي جوړیدو مخکې به یې د افغانستان غرنیو سیمو ته غیرقانوني سفرونه کول. په ۱۹۸۰ مو کلونو د آلماني پوځ دغه سرطبیب د څلورو کلونو له پاره رخصت اخیستی وو او دغه سیمو ته تللی وو.

په داسي حال کي چي نوموړي د هغو په  زرونو کسانو درملنه کوله چی د پخواني شوروي اتحاد د اشغال پرضد جنگیدل، میرمن یې بیا په عین حال کي په پیښور کي د کډوالو د کوچنیانو له پاره یو مکتب پرانیستی وو.