امریکا په منځي ختیځ کې خپل نظامي حضور پياوړی کوي
۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۱, شنبهد تهران او واشنګټن ترمنځ د کړکیچ له زیاتیدو سره په منځني ختیځ کې د امریکا د دفاعي او تعرضي ځواکونو په وسلو سمبالولو لړۍ دوام لري.
د آلمان د ۱ تلویزوني شبکې انټرنټ پاڼې(ټاګس شاو) د شنبې په ورځ(د می میاشتې ۱۱) رپوټ ورکړی دی چې د امریکا د دفاع وزارت سرپرست پاتریک شاهان، په منځني ختیځ کې د پاتریوت په نامه توغندیو ضد سیستم له تقویه کولو سره موافقه کړې ده.
د دې رپوت پر بنسټ پنټاګون همدارنګه سیمې ته د «یو اس اس آرلینګتون» په نوم د جنګي بیړۍ استولو خبر ورکړی دی. د دې اقدام هدف د ایران د احتمالي تهدیدونو په مقابل کې د امادګیو زیاتیدل ښودل شوي دي.
دا خبر له وروسته خپور شو چې د «یو اس اس آبراهام لینکلن» په نوم جنګي الوتکو لیږدونکې کښتۍ د امریکا د سمندري ځواکونو له پنځمي بیړۍ سره د یوځای کیدو له پاره چې په بحرین کې مستقره ده د سویس له کانال څخه تیره شوه.
د رویترز خبري آژانس د رپوټ پر بنست د امریکا د سمندري چارو ادارې د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ: «احتمال سته چې ایران یا نیابتي ډلې یي سوداګریزې بیړۍ د هغو له جملې څخه د اومو تیلو لیږدونکي، نفتي زیربناوې یا د امریکا نظامي کښتۍ، په سره سمندر، فارس خلیج یا د باب المنداب تنګه کې په نښه کړي.»
په همدې منځ کې خبري سرچينو د جمعې په ورځ په قطر کې د امریکا په هوایي اډه کې د «B52» جنګي الوتکو د ځای پر ځای کولو خبر ورکړ. د امریکا سمندري ځواکونو د دې خبر په تائيدولو سره اعلان وکړ چې دغه جنګي الوتکې د پنجشنې په ماښام په قطر کې العدیده قرارګاه ته رسیدلي دي.
د جنګي بیړیو په استولو کې بیړه
دغې سیمې ته د «یو اس اس آرلینګتون» او «یو اس اس آبراهام لینکلن» په نامه بیړیو استولو پلان له ډيرې مودې راهيسي جوړ شوی وو، خو په ظاهره کې د امریکا او ایران ترمنځ د ترینګلتیا زیاتیدل د دې بهیر د چټکتیا سبب شوي دي.
نژدې یو کال مخکې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د ایران او نړۍ د شپږو قدرتونو ترمنځ د اټومي موافقې څخه وتل لاسلیک کړل، چې په پایله کې یې پر ایران د امریکا لغوه یا ځنډول شوي بندیزونه بیرته نافذ شول.
امریکا چې په تیرو ورځو کې یي پر ایران بندیزونه شدید کړي دي، د دې کار هدف پر ایران تر اخرې اندازې فشار واردول او د دغه هیواد د نفتو صادرات صفر ته رسول ښودلي دي، څو دغه هیواد اړ کړي چې د خبرو اترو میز ته کښيني.
ایران په وار وار سره اعلان کړی دی: په هغه صورت کې چې د خپلو تیلو د پلورلو امکان و نه لري، د هرمز له تنګې څخه به د نفتو صادراتو ته اجازه ور نه کړي. دا ډول ګواښونه په تیرو څلورو لسیزو کې هم شوي، خو تر اوسه پورې په جدي توګه نه دي عملي شوي.
د «ټاګس شاو» د رپوت په حواله د امریکا دفاع وزارت د امنیتي دلایلو پر بنسټ فارس خلیج ته د دغو جنګي بیړیو او پاتریوت دفاعي سیستم د مستقر کولو د ځای په اړه دقیق اطلاعات نه دي ورکړي. پنټاګون وایي چې د ایران فعالیتونه په ډیر دقت سره څاري.
آژانسونه/ ش. ن/ ن. ز