1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا ايران ته نزدې خپل پوځونه ځای پر ځای کوي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۶, دوشنبه

امريکا په منځني ختيځ کې يوه الوتکې ليږدونکې او يوه بم غورځونکې بېړۍ ځای پر ځای کوي. د امريکا د ملي امنيت مشاور جان بولټن ويلي دي چې دا چاره د جگړې اعلان نه، بلکې ايران ته خبرداری دی.

https://p.dw.com/p/3HyW4
Abraham Lincoln Flugzeugträger USA
انځور: AP

د امريکا متحدو ايالاتو د ملي امنيت مشاور جان بولټن چې په سخت دريځه بهرني سياست شهرت لري، وايي دا گام  د يران د يو لړ «انديښمنونکو او پارونکو کړنو په غبرگون کې د خبرداري» په توگه پورته کوي.

هغه ويلي دي چې امريکا غوښتل د يو ايس ايس ابراهم لينکن الوتکې ليږدونکې بيړۍ او بم غورځونکو په ليږدولو سره د «ايران حکومت ته يو واضح پېغام واستوي چې د متحدو ايالاتو پر گټو او متحدينو یې هر ډول بريد به د بې رحمه ځواک سره مخامخ شي.»

بولټن د امريکايي ځواکونو د استقرار د دقيق ځای په اړه معلومات ور نه کړل. هغه يوازې هغې سيمې ته د ځواکونو د ليږدولو خبره وکړه چې «سنتکام» يا د متحدو ايالاتو مرکزي قومانداني یې څارنه کوي. دغه سيمه په لويديځ کې له سوریې څخه نيولې بيا په ختيځ کې تر پاکستانه غځيدلې ده.

هغه وويل چې امريکا له ايران سره جگړه نه غواړي «خو پر هر بريد غبرگون ته په بشپړه توگه چمتو يوو.»

پر بندیزونو غبرگون روښانه نه دی

د امريکا حکومت د تېر ميلادي کال په پای کې په يو اړخيز ډول نړيوال اتومي تړون لغوه اعلان کړ. همدا راز یې پر ايران پخواني بندیزونو هم بيرته برحال کړل او نوي یې هم پرې ولگول. په دې توگه ايران د خپل تاريخ له تر ټولو سختو اقتصادي بندیزونو سره مخامخ شو.

د چين، هند او يو څو نورو هېوادونو له پاره د ايران د تيلو د صادراتو په برخه کې استثناوې هم په دې وروستيو ورځو کې له منځه يوړل شوې.

کارپوهان ويره لري چې کيدای شي ايران هم له اتومي تړونه د وتلو پريکړه وکړي او يا ايران د تېلو د ليږد تر ټولو مهمه نړيواله لاره د هورمز تنگی وتړي.

د هورمز د تنگي له بندیدو سره به بيا د خليج د نورو هېوادونو د تيلو ټانکرونه هم حرکت نه شي کولی. په داسې يوه وضيعت کې بيا د پوځي شخړې خطر ډېر زياتيږي.

متحده ايالات پر ايران د يوه لړ پارونکو کړنو تور لگوي. د امریکا په حواله دغه هيواد د ونيزويلا له ولسمشر نيکولاس مادورو ملاتړی دی. امريکا مادورو ته د غاصب په سترگه گوري او غواړي یې له واکه یې گوښه کړي. همدا راز د سوریې، يمن او غزې تراډې په شخړو کې هم امريکا د ايران د لاس لرلو شک لري.

B.S/N.Z(dpa,rtr)

زموږ له آرشيف څخه: