1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ پر ایران نوي بندیزونه لګولي دي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۹, پنجشنبه

د امریکا ولسمشر د ایران د فلزي صنایعو پر صادراتو بندیزونه لګولي دي. د نفتو ترڅنګ، دا سېکتور د ایران د صادراتو له درکه د ترلاسه کیدونکي عاید مهمه برخه تشکيلوي. د دې ترڅنګ ترمپ بهرني شرکتونه په نښه کوي.

https://p.dw.com/p/3IDWI
USA "Wounded Warrior Project Soldier Ride" | Präsident Trump
انځور: Reuters/L. Jackson

په نویو اقتصادي بندیزونو کې اوسپنه، فولاد، المونیم او مس شامل دي. د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ په فرمان کې راغلي دي چې د دې اقدام هدف د ایران د مالي سرچينو مخه نیول دي، څو په دې توګه ونه شي کولی په پراخه پيمانه د وژونکو وسلو، د ترهګرو ډلو او شبکو د ملاتړ او همدارنګه د نظامي توسعې په برخو کې پانګونه وکړي. فلزي صنایع د نفتو ترڅنګ د ایران مهم صادراتي توکي ګڼل کیږي.

ترمپ د «اعظمي فشار د کمپاین» خبره کوي

ترمپ په خپل یوه پيغام کې ویلي دي: «مونږ د بل هر وخت په پرتله د حد اکثر فشار یو بریالی او پياوړی کمپاین عملي کوو، چې له ننني اقداماتو سره به لا زیات قوي شي.»

د امریکا ولسمشر د ایران رهبري په پرله پسې ډول په نړیواله کچه د تروریزم د ملاتړ کونکي په توګه غندي او د منځني ختیځ په بحراني سیمو کې د ایران پر مداخلې سختې نیوکې کوي.

امریکا متحده ایالاتو له خپلو نویو بندیزونو سره هغه بهرني شرکتونه هم په نښه کړي دي کوم چې له ایران سره د فلزاتو په سکتور کې راکړه ورکړه کوي. ټرمپ ټینګار کړی دی او دغو هیوادونو ته یې خبرداری ورکړی دی چې په هغه صورت کې چې دوی خپلو بندرونو ته له ایران څخه وارداتي اوسپنې او نورو فلزاتو ورتګ ته اجازه ورکړي، نو د واشنګټن له خوا به نور ونه زغمل شي.

فرانسه غواړي لا زیات صادراتو ته لاره هواره کړي

په پاريس کې د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت سملاسي غبرګون ښکاره کړی دی او ویلي يي دي چې فرانسه به په دې برخه کې لا زیات کار وکړي چې له ایران سره مالي کانال همداسې خلاص پاتې شي، او صادارتو ته زمينه مساعده اوسي.

په عین وخت کې فرانسې پر ایران غږ کړی دی چې دغه هیواد دې د موافقې په برخه کې خپلو مکلفیتونو ته ژمن پاتې شي. همدارنګه آلمان هم مخکې تر دې د تهران پر رهبرۍ غږ کړی وو چې په خپله کړې ژمنه دې ثابت پاتې شي.

ایران دقیق یو کال مخکې کله چې امریکا له دغه هیواد سره د نړیوال اټومي موافقې څخه د وتلو اعلان وکړ ویلي وو چې ایران به د ۲۰۱۵ م کال د موافقې تهداتو ته ژمن پاتې شي.

په عین وخت کې د ایران ولسمشر حسن روحاتي د تړون پاتې پنځو غړو هیوادونو آلمان، فرانسې، بریتانیي، چين او روسیي ته ۶۰ ورځې وخت ورکړ چې د ژمنې سره سم د امریکا له بندیزونو څخه د ایران د نفتو او بانکدارۍ سېکتور د ساتنې په موخه دې خپل دریځونه روښانه کړي، پرته له دې به ایران هم د موافقې برخلاف د یورانیمو د غني کولو پروګرام له سره پيل کړي. 

آژانسونه/ ش. ن/ ب. ص