المان تر ۲۰۱۴ کال وروسته افغانستان ته هر کال ۱۵۰ میلیونه یورو ورکوي | دويچه ويله پښتو | DW | 17.05.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

المان تر ۲۰۱۴ کال وروسته افغانستان ته هر کال ۱۵۰ میلیونه یورو ورکوي

المان ویلي دي چې په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به هر کال له افغان امنیتي ځواکونو سره ۱۵۰ میلیونه یورو مرستې وکړي. د المان صدراعظمې انگلا میرکل پرون په برلین کې د المان او افغانستان تر منځ د ستراتیژیک سند تر لاسلیکولو وروسته وویل چې هیواد ئې د افغانستان پر وړاندې د اوږدې مودې له پاره تعهد لري.

کرزي وویل چې افغانستان د خپلو امنیتي ځواکونو د تمویل له پاره هر کال ۳.۲ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري. هغه زیاته کړه چې پخپله افغانستان کولای شي چې د دغو پیسو یوازې ۱۰ سلنه برابرې کړي او پاتې برخه ئې باید د نړیوالو مسرتو له لارې تمویل شي.