له لسیزو راهيسې د فعالې ترهگرې القاعده شبکې ځای اوس په ډېرو سيمو کې د داعش ډلې نيولی دی. په ۲۰۱۱م کال کې یې د امريکا له خوا د مشر اسامه بن لادن پر وژل کيدو سربیره هم فعاليتونه دوام لري.
په ۱۹۸۸م کال کې د القاعده شبکې بنسټ کيښودل شو. اسامه بن لادن یې له ۱۹۸۹م څخه په ۲۰۱۱م کال کې تر وژل کيدو پورې مشري کوله. پر دغه القاعده په ۲۰۰۱م کال کې د نيويارک پر تجارتي ودانيو او پنتاگون د بريدونو تور ولگول شو او امريکا متحده ايالاتو د دغه ډلې پر ضد عمليات پېل کړ. په افغانستان کې د پټنځايونو د له منځه وړلو وروسته ورته د پټيدو له پاره ډېر لږې سيمې ورپاتې دي.