1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستافریقا

نایجر فرانسوي سفیر ته د وتلو له پاره ۴۸ ساعته وخت ورکوي

۱۴۰۲ شهریور ۴, شنبه

فرانسې په نایجر کې د کودتاچیانو له لوري د واک پر غصب سختې نیوکې کړي او په وار وار یې د نایجر منتخب ولسمشر ته د واک سپارلو غوښتنې کړي دي. دغه هیواد اوس د فرانسې سفیر ته له هیواده د وتلو له پاره ۴۸ ساعتونه مهلت ټاکلی دی.

https://p.dw.com/p/4VbTc
Niger | Demonstration von Putschisten in
انځور: Balima Boureima/picture alliance/AA

د جمعې په ورځ د (د ۲۰۲۳م کال د اګست میاشتې په ۲۵مه) د نایجر پوځي مشرانو د فرانسې سفیر ته امر وکړ چې په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې له دغه هېواده ووځي. دوی د امریکا متحده ایالاتو د سفیر په هکله دغه راز یو امر جعلي بللی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یوه ویاند ویلي چې «د امریکا له حکومت څخه داسې کومه غوښتنه لا نه ده شوې.»

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند زیاته کړې چې د نایجر د بهرنیو چارو وزارت د امریکا متحده ایالاتو حکومت ته ویلي چې په انترنت کې په پراخه کچه خپور شوی لیک چې پکې له نایجر هیواد څخه د متحده ایالاتو د سفیر د اخراج غوښتنه شوې، د دوی له لوري نه دی خپور شوی.

فرانسې په نایجر کې د کودتاچیانو له لوري د واک پر غصب سختې نیوکې کړي او په  وار وار یې د نایجر منتخب ولسمشر ته د واک سپارلو غوښتنې کړي دي.
فرانسې په نایجر کې د کودتاچیانو له لوري د واک پر غصب سختې نیوکې کړي او په  وار وار یې د نایجر منتخب ولسمشر ته د واک سپارلو غوښتنې کړي دي.انځور: AFP

تر دې مخکې رپوټونو کې ویل شوي وو چې د نایجر هیواد د کودتا مشرانو د جرمني او نایجریا له سفیرانو هم غوښتي چې په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې له دغه هېواده ووځي. د فرانسې خبري آژانس بیا وروسته رپوټ ورکړ چې دغه راز راپورونه د محلي چارواکو له خوا رد شوي دي او هغه جعلي بلل شوي.

د فرانسې په هکله د نایجر پوځي مشرانو څه ويلي؟

د نایجر اوسنیو پوځي مشرانو چې حکومتي واګې یې تر کودتا وروسته په لاس کې دي، وویل چې د فرانسې سفیر د جمعې په ورځ د نایجر د نوي ټاکل شوي بهرنیو چارو وزیر سره د لیدو بلنه رد کړې وه. د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د فرانسې د حکومت کړنې «د نایجر د ګټو خلاف دي.» خو فرانسې وویل چې د نایجر »کودتاچیان هیڅ واک نه لري« چې د نایجر له نیامي ښار څخه د فرانسې سفیر اخراج کړي.

د غبرګون په توګه پاریس ویلي: «کودتاچیان د دې غوښتنې حق نه لري، د سفیر تصویب یوازې د قانوني ټاکل شوي نایجیري چارواکو په واسطه کیږي. موږ په دوامداره توګه د خپل سفارت امنیت او عملیاتي شرایط ارزوو.»

د نایجر اوسنیو پوځي مشرانو چې حکومتي واګې یې تر کودتا وروسته په لاس کې دي، وویل چې د فرانسې سفیر د جمعې په ورځ د نایجر د نوي ټاکل شوي بهرنیو چارو وزیر سره د لیدو بلنه رد کړې وه.
د نایجر اوسنیو پوځي مشرانو چې حکومتي واګې یې تر کودتا وروسته په لاس کې دي، وویل چې د فرانسې سفیر د جمعې په ورځ د نایجر د نوي ټاکل شوي بهرنیو چارو وزیر سره د لیدو بلنه رد کړې وه.انځور: Balima Boureima/AA/picture alliance

په ساحل سیمه کې د افراطیت پر ضد له غرب سره د نایجر ګډه مبارزه

نایجر په ۱۹۶۰م کال کې له فرانسې څخه خپلواکي ترلاسه کړه او د افریقا په ساحل نومې سيمه کې د القاعدې او اسلامي دولت یا داعش ډلې سره د تړلو یاغیانو په وړاندې یې د لویدیځ پوځي ماموریتونو کې مهم نقش لوبولی او د دوی نیږدې متحد وو.

په ورته وخته کې په دغه افریقايي هیواد کې تر پوځي کودتا وروسته د روسیې د نفوذ د ډیریدو اندیښنې هم موجودې دي او کارپوهان ویره لري چې ښايي اوس د روسیې د نفوذ له پاره دروازې پرانیستل شي.

فرانسه او امریکا په دغه هیواد کې شاوخوا ۲۵۰۰ پوځي پرسونل لري چې د اسلامپالو یاغیانو پر وړاندې د ګډو عملیاتو په لارښوونو او ترسره کولو کې برخه لري.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د دې میاشتې په پیل کې وویل چې دوی په نایجر کې د کړکیچ د حل له پاره د سیمه ایزو هڅو ملاتړ کوي او زیاته یې کړه چې د دې کار هدف یې په دې هیواد کې د اساسي قانون بحالول دي. په عین وخت کې برلین پر اروپايي ټولنې ږغ کړی چې په نایجر کې د کودتا پر مشرانو بندیزونه وضع کړي.