1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«اروپا به سږکال یو سخت وچ دوبی ولري»

۱۴۰۱ اسفند ۲۶, جمعه

د آلمان د کیل پوهنتون د چاپېریال ساتنې یو محقق خبرداری ورکړی دی چې اروپا به سږکال يو ډېر سخت وچ دوبی ولري. دغه وچوالی به تر ټولو ډېر په فرانسه او د ايټالیا په شمال کې وي. روان ژمی تر اوسه د اروپا تر ټولو وچ ژمی دی.

https://p.dw.com/p/4OpxS
د فرانسې په لويديځ کې د ۲۰۲۲م کال په دوبي کې وچکالي
د فرانسې په لويديځ کې د ۲۰۲۲م کال په دوبي کې وچکالي انځور: Ronan Houssin/NurPhoto/picture alliance

د آلمان په کیل پوهنتون کې د چاپيریال ساتنې محقق، مجیب لطیف، دویچلند فونک راډيو ته ويلي دي چې يوازې په مارچ او اپریل میاشتو کې بې وقفې وروښتونه کولی شي د دوبي په موسم کې د وچکالۍ مخنیوی وکړي.

هغه وايي له دې پرته، د ځنګلونو د اور اخیستنې لوړ خطر موجود دی او د کرهڼې په سکتور کې به هم د حاصلاتو کچه ټېټه وي.

لطیف همدارنګه د انرژۍ له یو بحران څخه هم خبرداری ورکوي، ځکه چې د دوبي په موسم کې د فرانسې اتومي تاسیسات د اوبو د کمښت په دليل خپل فعالیتونه یا تر ډيره حده ټيټوي او یا ېې په بشپړه توګه متوقف کوي.

ورته نور ولولئ: رپوټ: په اروپا کي به وچ دوبي نور هم ډېر سي

دغه محقق وړاندیز کوي تر څو د ځمکې کرې له ګرمېدو سره د مقابلې له پاره یوه نړیواله انګیرنه رامنځ ته شي. هغه ټینګار کوي چې د ځمکې د تودوښت مخنيوی یوازې په نړیواله سطحه د ګلخانه يي ګازونو د کمولو په صورت کې ممکن دی.

لطیف د فرانسې او د ايټالیا په شمال کې اوسنی وضعیت د آلمان له پاره د یوې طرحې په توګه توصیف کړ چې د وچکالۍ د ادامې په صورت کې آلمان هم ګواښي.

ورته نور ولولئ:له وچکالۍ سره د مبارزې له پاره د مصنوعي اورښتونو رامنځته کول

د آلمان د هواپېژندنې ادارې د رپوټ پر اساس، په دغه هیواد کې د ژمي میاشتې ډېرې وچې وې چې له کبله ېې د پر له پسې دولسم ځل له پاره یو ګرم کال ثبت شو.

په فرانسه کې د روان میلادي کال له پېل راهیسې له ۳۰ ورځو ډير په پر له پسې توګه هيڅ باران نه دی شوی. په ايټالیا، سويس او د اتریش په ځينو برخو کې هم د پراخې وچکالۍ ګواښ موجود دی.

د لګام بینت د چاپېریال ساتنې سازمان وايي چې په آلپ غرونو کې د تېرو میاشتو په جریان کې د تېرو کلونو په پرتله په اوسط ډول ۵۳ سلنه لږ واوره ورېدلې ده.

دویچه ویله ف/م.ک.ص./ن.ز

له آرشیف څخه یو انځوریز معلوماتي البوم وګورئ: