1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له وچکالۍ سره د مبارزې له پاره د مصنوعي اورښتونو رامنځته کول

۱۴۰۱ شهریور ۳, پنجشنبه

انسانان پر آب و هوا اغیزه لرلی شي خو تر يوه حده. اوس داسي پتېيل شوې ده چې د مصنوعي باران له لارې د نړۍ يو شمير وچکالۍ ځپلو سيمو ته اوبو ورسول شي.

https://p.dw.com/p/4G2KP
BdT Sturmtief Ylenia · Frankfurt am Main
انځور: Arne Dedert/dpa/picture alliance

د نړۍ د شمالي نيمه کرې هېوادونه د ګرمۍ له سختو څپو، په ځنګل کې د لګېدلو اورونو او شديدې وچکالۍ سره لاس او ګريوان دي. دا څه ساينس پوهان او انجينران دې ته هڅوي څو داسې لارې چارې وموندي چې په خپله آب و هوا ته تغير ورکړي.

چین دمګړۍ د ګرمۍ له يوې بې ساري اوږدې څپې سره مخ دی چې په ترڅ کې په سیچوان ايالت کې په دې تېرو دوو مياشتو کې د تودوخې درجه تر ۴۰ سانتي ګرادو هم اوړي. ګرمۍ د یانګتز په سيند کې چې د آسیا تر ټولو اوږد سيند دی، د اوبو کچه ډېره راټيټه کړې ده چې دا د وچکالۍ باعث شوی او د چين د اوبو د زيرمو وزارت چارواکو په حواله «په لیرو پرتو سيمو کې په پراخه کچه د څښاک پر اوبو، څارويو او د فصلونو پر وده اغیز کوي.»

ايټاليا ـ د اوبو د کمښت له کبله خلک سپما ته اړ سوي

دې حساس وضعيت ته د ځواب ويلو له پاره د چين حکومت يو نوښت پېل کړی دی چې د «cloud seeding» يا په اصطلاح د اوريځو د واکسينولو په مرسته مصنوعي اورښت رامنځته کوي.

دا څرنګه کار ورکوي؟

اوريځې هغه وخت رامنځته کیږي کله چې اوبه د بخار په شکل فضا ته پورته شي. کله چې دغه په کافي اندزاه ذرات سره يوځای شي نو اوريځې جوړيږي. په اوريځو کې دننه يخ ذرات سره يوځای کيږي.

کله چې دغه يوځای شوي څاڅکي لوی او کافي درانه شي نو د تودوخې د درجې او يا آب و هوا د شرائطو پر اساس د باران، واورې او يا ږلۍ په شکل ځمکې ته راځي.

د اوريځو د واکسينولو پروسې په مرسته، سلور ایودايد، يو ډول مالګه چې کرستيالي جوړښت لري او يخ ته ورته ده، اوريځو ته ور اضافه کيږي يعني پر اوريځو ور شيندل کيږي.

China | Trockenheit
د شديدې وچکالۍ له کبله د چين د يانګتز سيند په ډيرو سيمو کې وچ شوی دیانځور: Chinatopix/AP/picture alliance

د دې ميتود له لارې د تودوخې له کبله د باران د څاڅکو د تبخير کیدو مخه نيول کيږي. دا څرګندونې خوزې ماګويل ويساس چې يو هوا پيژندونکی دی او د ميتوريد په نوم هسپانوي شرکت سره کار کوي، له دويچه ويله سره په خبرو کې وکړې.

هغه زياتوي کله چې د اوبو کوچني څاڅکي په کافي اندازه درانه شي چې دا کار اوريځو ته د سلور اويودايد مالګې په ور شيندو سره ترسره کیږي، دغه څاڅکي راوريږي.

د دې پروسې له پاره د آسمان په هغه برخه کې چې سړی غواړي اورښت پکې وهڅوي، د لږ تر لږه يو څه اوريځو شتون اړين دی. د چين په ځینو سيمو کې چې اوبو ته په شديده توګه اړتيا لري، د دې ميتود د عملي کولو له پاره کافي اوريځې نه شته. انسانان لا هم له سپکې هوا څخه د باران اوریځې نه شي جوړولی.

چا تر اوسه دا ميتود کارولی – او ولې؟

د اوريځو په اصطلاح د واکسين کولو دا پروسه په لومړي ځل د امريکايي ساينس پوهانو له خوا په ۱۹۴۰مه لسیزه کې ترسره شوې وه. نن دا ميتود د نړۍ په يو شمير هېوادونو کې کارول کيږي. چين یې تر ټولو تازه مثال دی. په بيجنګ کې حکومت دا تخنيک د ۲۰۰۸ د دوبي اولمپيک لوبو تر مخه هم کارولی وو.

روسيه هم دا ميتود د سترو جشنونو تر مخه کاروي څو د اورښت له کبله بې خونده نه شي.

اوسمهال دا ميتود زياتره په هغو سيمو کې د اورښت په موخه کارول کيږي چې وچکالي تجربه کوي. پر چین سربیره امریکا متحده ایالات هم د cloud seeding او يا د اوريځو د واکسينولو دا ميتود کاروي، لکه په دې وروستیو کې په لوېديځو ايالتونو کې چې وچکالۍ سخت اغيزمن کړي دي. د مثال په توګه په اداهو او يومونګ کې.

له دې ميتود څخه ځيني وخت د وسلې په توګه هم کار اخيستل شوی دی. لکه د ويتنام په جګړه کې د موسمي بارانو د مودې د غځولو په موخه څو هلته د ويت کونګ د اکمالاتو زنځير اخلال شي. د دې يو شمير نور مثالونه هم شتون لري.

د اوريځو واکسينول لانجمنه موضوع ده؟

پورته ذکر شوي مثال وښووله چې څرنګه يوه تکنالوژي چې د لوړو هدفونوله پاره اختراع شوي وي، له ځواکمنو کسانو له خوا ترې ناوړه ګټه پورته کیدلای شي. خو نور فاکتورونه هم شه چې له کبله یې ځیني کارپوهان پر دې ميتود شکونه کوي.

يو استدلال دا دی: کله چې سړی په خپله سيمو کې د وچکالۍ سره د مبارزې له پاره اوريځې واکسينوي نو بيا دغه اوريځې نورو سيمو ته باران نه وړي چې ښايي هلته ورته لا ډېره اړتيا وي او هلته وريدلې وای.

په پاکستان کې د اوبو د کمښت ستونزي

د هارورد پوهنتون د فزيک پروفيسور ديود کيت په دې اړه وايي: «کله چې سړی په یوه سيمه کې باران توليدوي نو په نورو سيمو کې یې بيا جريان کميږي.» هغه دې پروسې ته د يوه ډول غلا په سترګه ګوري. 

کارپوهان په دې اړه هم خبرداری ورکوي چې د هوا کتنرول يوه داسې ستره دنده چې پرته له خنډونو پرمخ تلل یې ډېر ستونزمن دي او اندېښنه څرګندوي چې دا څه به د اقليم له بدلون سره د معاملې له دودیزو لارو چارو څخه د انسان توجو بل لوري ته واړوي.

ب. ص/ ن. ز (Clare Roth)