1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: په اروپا کي به وچ دوبي نور هم ډېر سي

۱۴۰۱ مهر ۱۵, جمعه

د اقلیمي تغیر په نتیجه کي باید غربي او مرکزي اروپا هر ۲۰ کاله وروسته پر سختي وچکالۍ باندي حساب وکړي، لکه د سږکال په دوبی کي حتی که د مځکي کره نور توده هم نه سي.

https://p.dw.com/p/4HtEC
Hitze in Deutschland – Zwenkau
انځور: picture alliance/dpa

دغي نتیجې ته د ۲۰ بین المللي اقلیم پوهانو څخه جوړ یو ګروپ رسیدلی دی چي د نورو تر څنګ د صنعتي کیدو دمخه زمان څخه د هواپيژندني ارقام د اوس سره مقایسه کوي. ساینس پوهانو همدارنګه ویلي، چي په غربي او مرکزي اروپا کي د وچکالۍ احتمال حداقل درې تر څلور واره ډیر سوی دی.