آلمان شل په جرمونو محکوم کسان افغانستان ته اخراج کړي
۱۴۰۴ اسفند ۷, پنجشنبه
د آلمان د کورنیو چارو وزارت، افغانستان ته د نورو کسانو اخراج هم عملي کړ. لکه څنگه چې د آلمان د کورنیو چارو وزارت الکساندر دوبرینت خبر ورکړی دی، دا شل کسان د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۶ م کال د فبرورۍ ۲۶ مه) کابل ته له لایپزیک څخه انتقال سول. په هغو کې داسې کسان شامل وو چې په آلمان کې يې د پاته کیدو حق نه درلو او یا هم د جنسي ځورونې، بریدونو او د مخدره موادو په تړاو جرمونه یې ترسره کړي دي.
اړونده موضوع: المان مخکښ دی؛ اروپايي اتحادیه افغانستان ته اخراجونه ارزوي
درې نارینه چې عمرونه د ۲۲ او ۳۸ کلونو ترمنځ دي، له باډن وورتمبرگ څخه اخراج سوي دي. د باډن وورتمبرگ د عدلیې وزارت د معلوماتو له مخې، یو له هغو څخه یې ۲۲ کلن جنسي مجرم و چې له دریو نورو کسانو سره یې په ۲۰۱۹ م کال کې په ایلرشبیرگ کې پر یوې کم سنه نجلۍ جنسي تیری کړی و.
د زاکسن له ایالت څخه هم درې افغانان اخراج سوي دي، ځینو یې سخت جرمونه ترسره کړي دي، د ایالتي حکومت د معلوماتو له مخې، یو تن یې په ۲۰۲۳ م کال کې د ریلگاډي یو چلوونکی د ایرڅبیرگ په ساحه کې سخت زخمي کړی و.
اړونده موضوع: د ملګرو ملتونو کمېټه: آلمان مکلف دی د افغان کورنۍ ساتنه وکړي
لکه څنگه چې د کورنیو چارو وزارت ادامه ورکوي، دا افغانستان ته د دریمو هیوادونو له ملاتړ پرته لومړنی چارتر پرواز وو. نوموړي وزارت څرگنده کړه چې په دقیقه توگه پر دې کار سوی دی تر څو دا کار ممکن سي.
د طالبانو له حکومت سره توافق
ډوبرینټ، چا چې په مکرر ډول دا روښانه کړې وه چې هغه غواړي افغانستان ته منظم اخراجونه پلي کړي، اعلان وکړ چې دا "افغانستان ته د مستقیم او دایمي اخراج له پاره یو باوري اساس رامینځته کوي." خو دا کار د افغانستان د واکمنو طالبانو له حکومت سره توافقونو ته اړتیا لري.
اړونده موضوع: د مجرمینو اخراج: آیا د آلمان او طالبانو ترمنځ کومه معامله سوې ده؟
د بشري حقونو فعالین نه یوازې داسې يوه هېواد ته چې حکومت یې د خلکو حقونه تر پښو لاندې کوي، د خلکو پر اخراجولو انتقال کړی بلکې پر دې یې هم انتقاد کوي چې د آلمان حکومت د داسې يوه هېواد له مسئولينو [طالبانو] سره د توافقونو رامنځته کولو ته چمتووالی ښيي.
دوبرینټ له اخراجونو دفاع وکړه: هغه وویل:" زموږ ټولنه له دې سره علاقه لري چې مجرمین زموږ هیواد پریږدي." په همدې دلیل دی چې هغه "په دوامداره توگه" عمل کوي او اخراجونو ته گام پرگام پراختیا ورکوي.