آلمان ته یوه ډله نور افغانان هم راورسیدل
۱۴۰۴ بهمن ۲۳, پنجشنبه
په برلین کې یوه بله الوتکه راکښته سوه چې هغه افغانان پکښې سپاره وو چې د طالبانو له گواښ څخه له افغانستان څخه پاکستان ته تښتیدلي وو. لکه څنگه چې د آلمان د کورنیو چارو وزارت د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي، د آلمان له خوا د منلو د ژمنو لرونکي ۴۷ کسان برلین ته راورسیدل.
اړونده موضوع: د آلمان داخله وزارت: شاوخوا ۴۰۰ افغانان به ډیر ژر آلمان ته راسي
په دا وروستیو کې څو ځله افغانان د پلان سوو الوتنو له لارې آلمان ته انتقال سوي دي. ډیری افغان کورنۍ له میاشتو او حتی کلونو راهیسې په اسلام آباد کې بند پاته دي.
د آلمان حکومت د تېرکال په می میاشت کې له سخت گواښ سره مخامخ افغانانو له پاره د منلو پروگرام په ټپه ودراوه.
اړونده موضوع: آلمان د هغو افغانانو چې د منلو ژمنه ېې ورسره کړې د انتقال پروسه چټکه کوي
په نوموړي پروگرام کې، د آلماني ادارو پر پخوانیو سیمه ایزو کارکوونکو او د هغوی پر کورنیو سربیره، هغه افغانان هم شامل ول چې د طالبانو له خوا له گواښ سره مخامخ دي، د مثال په ډول یې په تیرو وختونو کې د وکیلانو او یا هم خبریالانو په توگه د بشري حقونو له پاره کار کړی وي.
دا چې د نوموړي پروگرام پر بندیدو سربیره، بیا هم نوموړي اغیزمن سوي کسان او د هغوی کورنۍ ویزې تر لاسه کوي، په آلمان کې د هغو قانوني اقداماتو له امله دي چې د هغوی د داخلیدو له پاره ترسره سوي دي.
په دغو هلو ځلو کې د نوموړو اغیزمن سوو کسانو ملاتړ د کابل هوايي پل په نوم سازمان له خوا کیږي.