کارپوهان: په افغانستان کي خونړیو مظاهرو مختلف لاملونه لرل
۱۳۹۰ فروردین ۱۷, چهارشنبهد امريکايي کشيش له خوا د قران سوځوني پيښي ته په نورو اسلامي هيوادونو کي دونه عکس العمل ونه ښودل سو لکه په افغانستان کي.
په دغه خونړيو مظاهرو کي د ملگرو ملتونو د خارجي کارکوونکو په شمول شاو خوا ۲۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او په لسهاوه نور ټپيان سوي.
د حامد کرزي تر هغي بيانيې ۸ ورځي وروسته چي دا پيښه يي غندلي وه، د لاريونونه لړۍ په مزار شريف کي د ملګري ملتونو پر د فتر په حملې سره پيل سوه. مزار شريف د افغانستان د نسبتي ارامو سيمو څخه شميرل کيږي.
د حامد کرزي تر بيانيي مخکي رسنيو په افغانستان کي د قران سوځولو موضوع ته دونه ځای نه وو ورکړی.
د بعضي کارپوهانو په اند په دي کار سره کرزي د خلکو توجه ځان ته راواړول، کومه چي د امريکا په مشري په لس کلنه جګړه کي يې د لاسه ورکړې ده.
خو د کرزي وياند وحيد عمر له ولسمشر څخه دفاع وکړه او ويې ويل که چيري کرزي دا خبره کړي هم نه وای، د افغانستان خلک په دې خبريدل.
خو سياسي څيړونکی هارون مير بيا وايي « کله چي افغان ولسمشرپه ناڅاپي ډول په دې اړه خبر ورکړ، په افغانستان کي د باد څپه راغله.»
هغه زياته کړه «کله چي کرزی په ۲۰۰۹ م کال کي ددوهم ځل لپاره انتخاب سو، د لويديځ پر ادارو د ولسمشر نيوکي زياتي سوې.»
کارپوهان وايي چي دغه قضيه په افغانستان کي د لويديځ پر خلاف د احساساتو په ډيروالي پوري هم اړه لري.
څېړونکي وايي چي اوس د هغه څه په اړه چي نړيوالي ټولني په افغانستان کي لاسته راوړي يوه عمومي نا امیدي را منځ ته سوې.
د کارپوهانو په اند د افغانستان په لاريونوکښي څو مسايل سره يو ځای سول چي وضعيت تر هغه کچه ورسيږي چي ډير انسانان پکښي ووژل سي.
په المان کي د افغانستان د چارو کارپوه روتيک وايي چي په افغانستان کي بايد د ديني مسايلو پر سر حساسيت له پامه ونه غورځول.
« افغانستان يوه غيري مذهبي ټولنه نده، او دغسي لمسوني او پر مقدس کتابونو تيری ډيرجدي نيول کيږي او داسي موضوع ګاني ډيري راپارونکي وي.»
آژانسونه/ سيد رياض
کتونکی: نجيب الله زيارمل