چاغوالی په آلمان کې د ناروغيو مور ده
۱۳۸۶ اردیبهشت ۲۰, پنجشنبهاعلان
زېهوفر وويل چې په کال کې 6000 ماشومانو د شکرې په هغه ډول ناروغتيا اخته کېږي چې اصلا په زړو خلکو کې پيدا کېږي. د شکرې د ناروغتيا دغه ډول په زياتېدو دی او د عامې روغتيا په برخه کې لگښتونه په هماغه پيمانه. د ښاغلي زېهوفر په اند چاغوالی او ډېر خوراک د عامې روغتيا د پاليسۍ تر ټولو لويې ننگونې دي. د حکومت نوې کړنلاره غواړي چې په دې برخه کې تر 2020 م کاله پورې اساسي تغييرات راولي. خلک دې زيات حرکت او صحي خوړلو ته وهڅول شي.